خوست کې د تېر کال په پرتله د غنمو حاصلات ۲۰سلنه زیات شوي

د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولان وايي چې، سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د یاد ریاست مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي، که څه هم سږ کال د مرکز ترڅنګ د یوشمېر ولسوالیو فصلونه د ږلۍ له کبله زیانمن شوي، خو بیا هم د غنمو حاصلات کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

پکتیا کې د پرون ورځې باران او ږلۍ خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

د پکتیا مرکز ګردېز ښار اړوند د وچ‌غړک او بالادې سیمو کې د سخت باران او ږلۍ له امله د خلکو ډېری باغونه او کښتونه له‌منځه تللي دي.

د وچ‌غړک سیمې یوه اوسېدونکي حاجي رحیم سلام‌وطندار ته ویلي چې پروني باران او  ږلۍ له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.