افغانستان کې یو میلیون ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي

بلخ کې د کار نړیوال سازمان «ای‌اېل‌او» له لوري نن د جون ۱۲مه د کارګرو ماشومانو د کار مخنیوي نړیواله ورځ ونمانځل شوه.

په یاده نمانځ‌غونډه کې د کار نړیوال سازمان مسوولانو اندېښنه وښوده چې افغانستان کې تر یو میلیونه ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي.

ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو کړاونه؛ «کډوالو ته به درانه کارونه ورکوئ»

پاکستان او ایران کې یو‌شمېر افغان کډوال وايي چې د یادو هېوادونو د پولیسو له وېرې له خپلو کورونو نشي وتلی او له بېلابېلو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دغه افغان کډوال شکایت کوي چې ورځنۍ چارې یې له دې امله ټکنۍ دي چې د پولیسو له‌خوا د نیونې له وېرې له خپلو کورونو بهر نشي وتلی.

د زرداري څرګندونو ته د ا.ا غبرګون؛ «د پاکستان کورني مسایل افغان حکومت پورې تړاو نه‌لري»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له الجزیرې ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د ا.ا د بیاواکمنېدو راهیسې پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.

که څه هم زرداري دغه هېواد کې د ترهګریزو بریدونو له ډېروالي اندېښنه څرګنده کړې، خو پر نړۍ یې غږ کړی چې سرپرست حکومت سره تعامل وکړي.

خوست کې د تېر کال په پرتله د غنمو حاصلات ۲۰سلنه زیات شوي

د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولان وايي چې، سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د یاد ریاست مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي، که څه هم سږ کال د مرکز ترڅنګ د یوشمېر ولسوالیو فصلونه د ږلۍ له کبله زیانمن شوي، خو بیا هم د غنمو حاصلات کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

اوکراین: دونېڅک کې مو له روسي ځواکونو څلور کلي بېرته نیولي

اوکراین وايي چې د روسیې ضد بریدونو کې یې د دغه هېواد په سوېل ختیځ کې له روسي ځواکونو څخه څلور کلي بېرته نیولي دي.

اوکراین په سوېل او ختیځ کې د روسیې له لوري د نیول شویو سیمو کې بېرته ترلاسه کولو لپاره پراخ تعرضي بریدونه پیل کړي دي.

له افغانستان څخه پاکستان ته د څارويو پر لېږد بنديز لګېدلی

د پاکستان د خېبر پښتونخوا ايالت اوسېدونکي وايي چې د تورخم له لارې له افغانستان څخه پاکستان ته د څارويو پر لېږد بنديز لګېدلی دی.

يوشمېر پاکستاني رسنيو نن يکشنبه د غبرګولي ۲۱مه راپور ورکړی چې د ګمرک چارواکو له څه مودې راهسې دغه هېواد ته له افغانستان څخه د لېږدېدونکو څارويو مخه نيولې او د لېږد اجازه نه ورکوي.

اسټرالیا کې د بس موټر چپه‌کېدو له امله لس کسان مړه او ۲۵ ټپیان شوي

د اسټرالیا په نیو ساوټ‌وېلز ایالت کې د واده یوه موټر چپه‌کېدو له امله لس کسان مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

پېښه بېګاه ۱۱:۳۰ بجې ګرېټا ښارګوټي کې رامنځته شوې ده. دغه سیمه د انګورو باغونو او د ودونو مراسمو لپاره مشهوره بلل کېږي. یاد بس موټر کې سپاره کسان د یوه واده مراسمو څخه بېرته خپلو کورونو ته روان وو.