د پاکستان د خېبر پښتونخوا ايالت اوسېدونکي وايي چې د تورخم له لارې له افغانستان څخه پاکستان ته د څارويو پر لېږد بنديز لګېدلی دی.
يوشمېر پاکستاني رسنيو نن يکشنبه د غبرګولي ۲۱مه راپور ورکړی چې د ګمرک چارواکو له څه مودې راهسې دغه هېواد ته له افغانستان څخه د لېږدېدونکو څارويو مخه نيولې او د لېږد اجازه نه ورکوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د رسنيو د راپورونو له مخې، د څارويو لېږد مخنيوي له امله ګڼ شمېر کسان وزګاره شوي او خلک تورخم کې له چارواکو غوښتنه کوي چې د څارويو لېږد ته اجازه ورکړي.
له افغانستان څخه پاکستان ته د څارويو د لېږد مخه داسې مهال نيول شوې چې لوی اختر ته شاوخوا درې اوونۍ پاتې دي.
د لوی اختر په نږدې کېدو سره هر کال د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د څارويو پلور لپاره بازار جوړېږي چې ګڼ شمېر دغه څاروي له افغانستان وروړل کېږي.
د خېبر پښتونخوا اوسېدونکي وايي چې د افغانستان څاروي ارزانه او غوښه يې خوږه ده.
تراوسه تورخم کې پاکستاني چارواکو په رسمي توګه دغه هېواد ته له افغانستان څخه د څارويو لېږد مخنيوي په اړه څه نه دي ويلي، خو پاکستاني رسنيو د يوې سرچينې له قوله راپور ورکړی چې لېږدېدونکي څاروي بايد د کانګو او نورو ناروغيو لپاره قرنطين شي.
د سرچينې په وينا، له قرنطين وروسته بايد څاروي معاينه شي او که ناروغي يې نه لرله، د لېږد اجازه ورکول کېږي.
تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد لپاره له مهمو بندرونو شمېر کېږي چې هره ورځ له دې لارې تجارتي توکي او زرګونه کسان اوړي راوړي.