Asset 1SWN

زده‌کړیالانې: پر زده‌کړو بندیز د میلیونونو نجونو راتلونکې سره لوبې کول دي

prothomalo-english_2022-12_f21eedbe-5fdb-415c-8afb-6f143a3f75d8_411964_01_02

وروسته له هغې چې د لوړو زده‌کړو وزارت د روانې کب میاشتې په ۱۵مه سړو سیمو کې یوازې د هلکانو پرمخ د پوهنتونونو د پرانېستلو اعلان وکړ، یاده پرېکړه د نجونو زده‌کړیالانو له نیوکو سره مخ شوې ده.

یو‌شمېر نجونې زده‌کړیالانې سلام‌وطندار ته وايي چې د دوی پر زده‌کړو بندیز د میلیونونو افغان نجونو له برخلیک او راتلونکې سره لوبې کول دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کابل پوهنتون زده‌کړیاله باران سادات وايي، د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې د اسلامي امارت کړن‌لاره، ټولنه کې د نجونو د شتون کمرنګه کولو لپاره د حکومت پلمې لټول دي.

نوموړې وویل: «موږ ټول هغه قوانین چې اسلامي امارت وضع کړي و، مراعت کړي دي. لومړی به یې ویل چې حجاب وکړئ، موږ پخوا هم حجاب درلود، خو بیا مو هم حجاب وکړ. کله یې چې وویل نجونې دې جلا راځي بیا مو هم ومنله، خو اوس لیدل کېږي چې پلمې لټوي او ستونزه بل چېرته ده.»

په ورته مهال یوشمېر نورې نجونې زده‌کړیالانې هم وايي، زده‌کړو څخه د نجونو راګرځولو د دوی روحیې ته جدي زیان رسولی دی.

دوی د اسلامي امارت پر وړاندې د نړیوالې ټولنې پر تګ‌لارې هم نیوکه وکړه او وې ویل چې نړیوالو د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو لرې کولو لپاره اړین اقدامات نه دي کړي.

زده‌کړیالې مریم احمدي سلام‌وطندار ته وویل: «دا موضوع مهم ده. ټولې نجونې خپلې راتلونکې ته اندېښمنې دي. تر کومه به له زده‌کړو محرومې یوو. نه یوازې زه بلکې ټولګوالو مې هم خپله انګېزه له لاسه ورکړې ده. یوازې یو یا دوه سمسټر مو پاتې چې فارغې شوو.»

د پوهنتونو ځینې استادان اندېښنه ښيي چې له زده‌کړو څخه د نجونو محرومیت به د هېواد د تحصیلي نظام د پاشلتیا لامل شي. اسلامي امارت د روان کال د لیندۍ په ۲۹مه ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

خو د لوړو زده‌کړو وزارت تېره ورځ یوې خبرپاڼه کې ویلي، د دغه وزارت د رهبرۍ شورا د پرېکړې پر بنسټ، د سړو سیمو پوهنتونونو کې د هلکانو د پسرلني سمسټر درسونه د روانې کب میاشتې په ۱۵مه یوازې ۳ ورځې وروسته پیلېږي. د دغه وزارت اطلاعیه کې د نجونو د زده‌کړو پیل په اړه هېڅ یادونه نه ده شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام