زده‌کړیالانې: پر زده‌کړو بندیز د میلیونونو نجونو راتلونکې سره لوبې کول دي

وروسته له هغې چې د لوړو زده‌کړو وزارت د روانې کب میاشتې په ۱۵مه سړو سیمو کې یوازې د هلکانو پرمخ د پوهنتونونو د پرانېستلو اعلان وکړ، یاده پرېکړه د نجونو زده‌کړیالانو له نیوکو سره مخ شوې ده. یو‌شمېر نجونې زده‌کړیالانې سلام‌وطندار ته وايي چې د دوی پر زده‌کړو بندیز د میلیونونو افغان نجونو له برخلیک او راتلونکې سره لوبې کول دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې کابل کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړ

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نن پنج‌شنبه د کب ۱۲مه پلازمېنه کابل ښار کې د نیالګیو کېنولو دویم کمپاین پیل کړ.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولانو د یاد کمپاین د پرانېستې مراسمو ته وویل چې افغانستان د اقلیمي بدلون له پلوه د نورو هېوادونو په پرتله تر ډېره اغېزمن شوی او له نړۍ یې د مرستې غوښتنه وکړه.

د افغانستان بانک راتلونکې شنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې راتلونکې شنبه د کب ۱۳مه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن پنج‌شنبه د کب ۱۱مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره راتلونکې شنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام ته وړاندې کوي.

متقي د اروپايي ټولنې پلاوي ته: هېوادونه وهڅوئ چې افغانستان کې سفارتونه پرانېزي

د بهرنيو چارو سرپرست اميرخان متقي کندهار کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن او د یادې ټولنې د پلاوي رییسې رافایلا ایوډېس سره ليدلي دي. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانکړي استازي او د یادې تولنې د پلاوي رییسې رافایلا ایوډیس د اسلامي امارت له یو‌شمېر نورو چارواکو سره هم لیدلي دي.