Asset 1SWN

هند درېیمه ټسټ لوبه کې اسټرالیا ته د ۷۶ منډو هدف وټاکه

355458

د هند او اسټرالیا د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په درېیمه ټسټ لوبه کې د اسټرالیا لوبډلې مخکښه ښکاري او پر دویمه ورځ یې د هند ټول لوبغاړي په ۱۶۳ منډو وسوځول.

د هند کرېکټ ملي لوبډلې د روانې لوبې په لومړۍ توپوهنه کې یوازې ۱۰۹ منډې جوړې کړې وې. د هند لپاره په دویمه توپوهنه کې جېټېشور پوجارا تر ټولو زیاتې ۵۹ منډې وکړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اسټرالیا د کرېکټ ملي لوبډله د یادې سیالۍ د ګټلو لپاره یوازې ۷۶ منډو ته اړتیا لري چې د روانه لوبلړۍ ۲-۱ کړي.

د اسټرالیا له‌خوا په توپ‌اچوونه کې بیا نېتان لاین ښه وځلېد او د هند اته لوبغاړي یې وسوځول. مېچل سټارک او مېټیو کوهنمېن بیا یوه یوه وېکټه ترلاسه کړه.

اسټرالیا په خپله لومړۍ توپوهنه کې د عثمان خواجه د ۶۰ منډو پرمټ ۱۹۷ منډې جوړې کړې وې. اسټرالیا اوس درېوو ورځیو کې د روانې لوبې ګټلو لپاره ۷۶ منډو ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دواړه لوبډلې له دې وروسته  پاتې یوازینۍ ټسټ لوبه هم لري چې د روانې مارچ میاشتې په ۹ به احمدباد کې ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام