Asset 1SWN

اسټرالیا درېیمه ټسټ لوبه کې هندۍ لوبډله په ۱۰۹ منډو وسوځوله

طذطذ

د هند او اسټرالیا د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیمې ټسټ سیالي په لومړۍ ورځ د هند کرېکت ملي لوبډله د اسټرالیا د توپ‌اچوونکو پر وړاندې پاتې راغله او ټوله لوبډله په ۱۰۹ منډو وسوځېده.

د هند لپاره په توپوهنه کې ویرات کوهلي تر ټولو زیاتې ۲۲منډې جوړې کړې دي. د اسټرالیا لپاره بیا مېټیو کوهنِمن ۵ وېکټې ترلاسه کړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نېتان لاین هم ۱۱.۲ اورونو کې دوه مېډن کړل او د ۳۵ منډو په بدل کې یې درې لوبغاړي وسوځول. ټام مورفي هم یوه وېکټه ترلاسه کړه.

د اسټرالیا د کرېکټ ملي لوبډلې دا مهال خپله توپوهنه پیل کړې او د یوه لوبغاړي په سوځېدو یې ۹۰ منډې جوړې کړې دي.

له دې وړاندې د څلور ټسټ سیالیو د لوبلړۍ په لومړیو دوو لوبو کې هند لوبډلې اسټرالیا ته ماته ورکړې ده. هند په لومړۍ ټسټ لوبه کې په یوه اننګز او ۱۳۲ منډو ماته ورکړه او دویمه سیالي بیا په شپږو وېکټو وګټله.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

له دې ټسټ لوبې پرته به دواوړه لوبډلې څلورمه ټسټ لوبه هم وکړي او له هغه وروسته به د درېوو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام