Asset 1SWN

کرېکټ بورډ د نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه

306362696_3298832733704635_4893129276286545497_n

د افغانستان کرېکټ بورډ د شل‌اوریز نړیوال جام لپاره افغان لوبډله اعلان کړه. دغې ادارې پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې د کرېکټ‌ بورډ د غوراوي کمېټې د یاد جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله غوره کړې او ورسره یې څلورو نورو احتیاطي لوبغاړو ته هم په‌کې ځای ورکړی دی.

په غوره شویو لوبغاړو کې محمدنبي د لوبډلمشر، نجیب‌الله ځدراڼ د مرستیال لوبډلمشر، رحمان‌الله ګُربز د ویکټ ساتونکي او حضرت‌الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، دروېش رسولي، عظمت‌الله عمرزی، راشد خان، قیس‌احمد، مجیب‌الرحمان، فضل‌الحق فاروقي، فریداحمد ملک، نوین‌الحق او سلیم ساپی د لوبغاړو په توګه شامل دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کرېکټ بورډ په خبره، د غوراوي کمېټې شرف‌الدین اشرف، رحمت‌شاه، ګلبدین نایب او افسر ځاځی هم د احتیاطي لوبغاړو په توګه ټاکلي دي.

ټاکل شوې د کرېکټ شل‌اوریز نړیوال جام د اکټوبر په ۱۶مه د اسټرالیا په کوربه‌توب پیل او د نومبر میاشتې تر دیارلسمې پورې دوام وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام