میدان‌وردګ کې د کرېکټ امریت له لوري د ولایتي لوبډلې د غوراوي په موخه د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالي پیل شوې.

د دغه ولایت د کرېکټ امر محمدناصر امرخېل سلام‌وطندار ته ویلي چې په یادو سیالیو کې به د ولایت په کچه ۱۷ لوبډلې ګډون ولري چې هدف یې د پیاوړي ولایتي لوبډلې غوراوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

امرخېل زیاته کړه چې پیل شوې سیالي به یوه اوونۍ دوام وکړي او هڅه کوي چې راتلونکي کې هم دې ته ورته سیالي په مرکز میدان‌ښار او ولسوالیو کې جوړې کړي.

د یادو لوبو پیل ته لوبغاړي خوښ دي؛ خو له حکومت غوښتنه کوي چې میدان‌وردګ ولایت کې د کرېکټ معیاري لوبغالی جوړ کړي.

یوه لوبغاړي کریم‌الله سلام‌وطندار ته وویل، خوښ دی چې په دغه ولایت کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د ولایتي سیالیو لپاره د غوراوي سیالي پيل شوي دي.

د سلام‌وطندار ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې حکومت او کرېکټ بورډ اداره باید په میدان‌وردګ کې د کرېکټ معیاري لوبغالی جوړ کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام