د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالي کې د کوچني اختر په پنځمه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د کرېکت سیالۍ پیل شوې وې چې پرون جمعه د چک بازانو لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پای لوبې ته د چک بازانو او چک اتلانو لوبډلو لار موندلې وه چې بازانو لوبډلې اتلانو ته په ماتې ورکولو سره د یاد جام اتلولي خپله کړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د میدان وردګ د بدني روزنې امر ذبېح‌الله وهاج سلام‌وطندار ته وویل چې د کرېکټ دغه سیالۍ په خوندي توګه ترسره شوې چې په وینا یې، هره ورځ لسګونه کسان یې د نندارې لپاره راتلل.

وهاج زیاته کړه چې د دغو سیالیو پای لوبې ته په ترسره شویو سیالیو کې د چک بازارنو لوبډلې لومړی مقام ترلاسه کړ. نوموړي زیاته کړه چې د یادې سیالیو اتلې لوبډلې ته ۲۰۰۰۰ افغانۍ او دویمې لوبډلې ته بیا ۱۵۰۰۰ افغانۍ د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا د کرېکټ لوبې مینه‌وال سلام‌وطندار ته وايي چې هره ورځ به د یادو سیالیو نندارې لپاره لوبغالي ته تلل او له لوبو څخه به یې خوند اخیسته. دوی همداراز د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له یو‌شمېر پخوانیو لوبغاړو هم مننه وکړه چې د لوبغاړو د هڅونې په موخه دغې ولسوالي ته ورغلي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام