Asset 1SWN

د ای‌پي‌اېل د نن ورځې دویمه لوبه کې چینای له ډيلي سره مخ دی

58d7bca0-8c27-44c4-838e-8590e4769913 (1)

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په ترڅ کې نن «یکشنبه، مارچ ۱۳مه» دوه لوبې کېږي چې لومړۍ لوبه کې سنرایزر حیدراباد له ګجرات ټایټنز سره پر لوبه بوخت دی او دویمه سیالي کې به چینای له دیلي سره مخ وي.

د چینای سوپر کنګز او ډیلي کپېټلز لوبډلو ترمنځ به کېدونکې سیالي نن ماښام ۶:۳۰ بجې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

چینای سوپر کنګز لوبډله چې تراوسه دې لیګ کې دوه سیالي کړي او دواړه یې ګټلي، د جدول په سر کې شتون لري.

یاده لوبډله تراوسه په شویو دوو سیالیو کې خورا پیاوړې راڅرګنده شوې او خپل سیالان یې مات کړي دي.

له ۲۰۲۱کال راهیسې تر دې مهاله د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو سیالیو کې ډيلي لوبډلې یوازې یو ځل چینای سوپر کنګز مات کړی دی.

چینای سوپر کنګز د یاد لیګ د تېر پړاو اتله لوبډله پاتې شوې او دا ځل به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

بل‌خوا ډيلي کپېټلز لوبډله چې د ای‌پي‌اېل لیګ له تېرو څو پړاونو راهیسې تر ټولو کمزورې لوبډله راښکاره شوې، روان لیګ کې هم تراوسه په کړیو دوو سیالیو کې له ماتې سره مخ شوې.

د نن ورځې په روانه لوبه کې چې ۲:۳۰ پیل شوې ګجرات په خپل کوربه‌توب له سنرایزر سره پر لوبه بوخت دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادو سیالیو په بېګانۍ لوبه کې بیا لکناو سوپر جاینټز لوبډلې په یوې په زړه پورې سیالي کې پنجاب کنګز ته ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام