د لسو لوبډلو ترمنځ له ۷۳ لوبو او نږدې دوه میاشتو وروسته نن ګجرات ټایټنز او راجستان رایلز لوبډلې د هند کرېکټ غوره لیګ یا اي‌پي‌اېل سیالیو پایلوبه کوي.

ګجرات ټایټنز لوبډلې د دې سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې راجستان رایلز ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار وموندله. بل‌خوا راجستان لوبډلې بیا په دویمه نیمه پایلوبه کې رایلز چلنجرز بنګلور لوبډلې ته ماته ورکړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ګجرات او راجستان لوبډلې له دې وړاندې د ای‌پي‌اېل په سږنیو لوبو کې دوه ځلې له یو بل سره مخامخ شوي چې دواړه سیالۍ ګجرات لوبډلې ګټلې دي.

راجستان رایلز په ۲۰۰۸ کال د شن وارن په لوبډلمشرۍ کې د هند غوره لیګ پایلوبې ته لار موندلې وه چې په دغه لوبه کې یې د چینای سوپر کنګ لوبډلې پر وړاندې بریاله خپله کړې وه.

اوس دغه لوبډله له څوارلس کلونو وروسته یو ځل بیا په پایلوبه کې لوبېږي او هڅه به کوي چې د دویم ځل لپاره دغه جام خپل کړي.

بل‌خوا ګجرات ټایټنز لوبډله چې تازه دغه لیګ ته راغلې او د راجستان لوبډلې پر وړاندې برلاسې هم بریښي، د دې چانس لري چې د خپل حضور په لومړي کال د اي‌پي‌اېل اتلولي خپله کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یاده لوبه نن شپه ۸ بجې د احمداباد په نرېندرا مودي لوبغالي کې ترسره کېږي. دغه لوبغالی د ۱۰۰زره نندارچیانو لپاره جوړ شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام