Asset 1SWN

د نیوزیلنډ او هند لوبه د باران له امله بې‌پایلې اعلان شوه

349911

د نیوزیلنډ په کوربه‌توب د دغه هېواد او د هند د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه یو ورځنۍ لوبه د باران له امله بې‌پایلې اعلان شوه او دواړو لوبډلو ته په مساوي توګه امتیازونه ورکړل شول.

هند په دغه لوبه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۷.۳ اورونو کې نیوزیلنډ ته د ۲۲۰ منډو هدف ورکړل و.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هند لپاره په توپوهنه کې واشنګټن سونډر ۵۱ او شریاس اییر ۴۹ منډې جوړې کړې وې.

د نیوزیلنډ لوبډلې د ورکړل شوی هدف په ځواب کې ښکلې لوبه پیل کړه او په ۱۸ اورونو کې یې د یوه لوبغاړي په سوځېدو ۱۰۴ منډې جوړې کړې وې چې لوبه د باران له کبله ودرول شوه.

لوبغالي کې د سخت او دوامداره باران له کبله لوبه بې‌پایلې اعلان شوه چې دواړو لوبډلو پنځه پنځه امتیازه ترلاسه کړل.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا د هند او نیوزیلنډ ترمنځ دویمه یو ورځنۍ لوبه ده چې د باران له امله بې‌پایلې اعلانېږي. د دغه سیریز لومړی یو ورځنۍ لوبه نیوزیلنډ ګټلې وه چې دغه سیریز یې ۱.۰ له هند وګاټه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام