ټاکل شوې وه نن د افغانستان د رسنیو او د خبریالانو بنسټونو فدراسیون په هېواد کې د خبریالانو او د رسنیو وضعیت په اړه یوه غونډه جوړه کړي، خو د یاد فدراسیون غړي وايي چې د ناستې د جوړېدو اجازه نه ده ورکړل شوې او د اسلامي امارت مسوولانو دغه غونډه لغوه کړه.

د فدراسیون مشرتابه غړی سید‌علي اصغر اکبرزاده وايي چې غونډې ته یې کورنۍ او بهرني رسنۍ وربللې وې، خو د اسلامي امارت د مسوولانو له لوري یې مخه نیول شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه فدراسیون غړي وايي، د اسلامي امارت مسوولانو له‌خوا ورته لارښوونه شوې چې تر بلې خبرتیا پورې د هر ډول ناستې ترسره کولو حق نه‌لري.

دوی اسلامي امارت څخه غواړي چې د دغو ستونزو د رامنځ ته کېدو مخنیوي لپاره، هر څه ژر په دې برخه کې د قانون یا طرزالعمل رامنځ ته کولو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

وموغوښتل د دغې غونډې د لغوه کولو په اړه د اسلامي امارت د چارواکو نظر هم ولرو، خو د اسلامي امارت ویاندویانو د سلام‌وطندار اړیکو ته ځواب ور نه‌‌کړ.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان د رسنیو او د خبریالانو بنسټونو فدراسیون د رسنیو ۱۶ بنسټونو څخه جوړ شوی چې له تېرې شاوخوا یوې لسیزې راهیسې فعالیت کوي. ټاکل شوې وه د نن ورځې غونډه د دغه فدراسیون د ۱۱ غړو بنسټونو په حضور ترسره شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام