د کندوز د کرنې ریاست پنځو میاشتو کې ۹۰میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

د اسلامي امارت د کرنې او اوبو لګونې او مالدارۍ سرپرست وزیر عبدالرحمان راشد کندوز ته په خپل سفر کې د دغه ولایت له بزګرانو او بڼوالو سره یې کتلي دي.  په همدې اړوند جوړې شوې غونډې ته د دغه ولایت د کرنې ریاست مسوولانو د خپلو تېرو پنځو میاشتو کاري راپور وړاندې کړ.

د افغانستان مدني ټولنې له سقوط سره مخ دي

د افغانستان د عدالت غوښتنې ملي ډلې نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، پر افغانستان د اسلامي امارت واکمنېدو وروسته مدني ټولنې د سقوط له ګواښ سره مخ دي.د دې ډلې غړي د افغانستان د مدني ټولنې سقوط د هېوادوالو د غږ خاموشه کېدل بولي.

اسلامي امارت د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنيزو بنسټونو د فدراسیون خبري غونډه لغوه کړه

ټاکل شوې وه نن د افغانستان د رسنیو او د خبریالانو بنسټونو فدراسیون له‌خوا په هېواد کې د خبریالانو او د رسنیو وضعیت په اړه یوه غونډه جوړه کړي، خو د یاد فدراسیون غړي وايي چې د ناستې د جوړېدو اجازه نه ده ورکړل شوې او د اسلامي امارت مسوولانو دغه غونډه لغوه کړه.

اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره ۴۰۵میلیونه ډالر مرسته وکړه

د اسیا پراختیايي بانک پرون په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه بانک له افغانستان سره د ۴۰۵ میلیونه ډالرو د مالي مرستو کڅوړه تایید کړې ده. دغه مرستې به په هېواد کې د خوړو امنیت، د روغتیا او ښوونې بېړنیو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ولګول شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي، ټاکل شوې چې د دغه سازمان امنیت شورا نن د افغانستان وضعیت څېړنې په موخه غونډه جوړه کړي.

یوناما ویلي چې تمه ده دغه ناسته نن د افغانستان په وخت ۷:۳۰ دقیقې پیل شي او مشري به یې د ناروې لومړی وزیر یوناس سټوره پر غاړه ولري.

د کندوز پاسپورټ مدیریت په دوو میاشتو کې ۳۵میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

د کندوز د پاسپورټ عمومي مدیریت مسوولان په وروستیو دوو میاشتو کې د دغې ادارې د عوایدو له ډېروالي څخه خبر ورکوي او وايي، د کندوز پاسپورټ عمومي مدیریت د فعالیت له پیل څخه تراوسه یې نږدې ۶۰۰۰ نوي پاسپورټونه وېشلي دي. د نوموړي په وینا، په وروستیو دوو میاشتو کې ۶۰۰۰ نوي پاسپورټونه چاپ او وېشلي چې دغه بهیر په عادي ډول روان دی.