د افغانستان د عدالت غوښتنې ملي ډلې نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، پر افغانستان د اسلامي امارت واکمنېدو وروسته مدني ټولنې د سقوط له ګواښ سره مخ دي.د دې ډلې غړي د افغانستان د مدني ټولنې سقوط د هېوادوالو د غږ خاموشه کېدل بولي.

د افغانستان د عدالت غوښتنې ملي ډلې اجرایوي مشر اسدالله داوودزی له هېواد څخه د مدني ټولنې د مشرانو تېښته او د مدني ټولنې له بنسټونو څخه نه ملاتړ د دي ټولنې د سقوط لامل بولي. هغه وایي: «موږ د افغانستان د مدني ټولنې له سقوط سره مخ یو. تاسې وګورئ چې په افغانستان کې تر بدلون وروسته د مدني ټولنو مشران؛ هغه کسان چې د مدني ټولنې د فعالانو په مشرۍ کې وو، له افغانستانه ووتل او د افغانستان ټولنه له سرپرسته پرته پاتې دی. موږ د بنسټونو د تړلو شاهدان یوو ځکه چې ملاتړ نه لري. »

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا غونډه چې په افغانستان کې د روان کړکېچ د هواري په موخه جوړه شوې وه، د افغانستان د عدالت غوښتنې ملي ډلې غړو وویل، تر هغه چې په افغانستان کې سیاسي کړکېچ نه وي حل شوی، اقتصادي او ټولنیز بحران به حل نه شي.

هغوی د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې چوپتیا او بې غوري غندي او وايي، نړۍ باید د افغانستان په اړه خپله بې تفاوتي پرېږدي او د بشري او سیاسي بحران د هواري لپاره جدي اقدام وکړي. اسدالله داودزي وویل، «د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره، موږ وړاندیز کوو چې افغانستان مدني ټولنه، هغه سیاسیون چې په هېواد کې دي او اسلامي امارت باید لومړی سره کښېني او په دې خبرې وکړي چې څنګه کولای شو له دغه سیاسي کړکیچ څخه ووځو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان د عدالت غوښتنې ملي ډله وایي چې د نړیوالې ټولنې بشري مرستې بسنه نه کوي، دوی له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د بیارغونې او پراختیا لپاره کار وکړي. د دې ډلې غړي وايي چې مرستې باید د افغانستان د مدني ټولنې له لارې ترسره شي څو د مدني ټولنې د لمنځه‌تلو مخه ونیول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام