د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ فرهنګپال شاه‌میري شاهپور وایي، اشکاشمي ژبه چې یوه وخت د اشکاشم ولسوالۍ خپلواکه ژبه وه، دا مهال یوازې څو ولسوالیو ته محدوده شوې او په یو شمېر کلیو او بانډو کې پرې ځوانان هم خبرې نه‌شي کولای.

د نوموړي په وینا، د دغو سیمو یو شمېر زیات عمرلرونکيو کسانو دغه ژبه ساتلې او د اشکاشم په پاتې کلیو کې یاده ژبه له یاده ویستل شوې.

د اړیکو پراختیا او د اوسنۍ ټکنالوژۍ وده، د بومي کوچنیو ژبو د یاده ایستو له اصلي لاملونو څخه دي.

شاه‌میري شاهپور هم وایي چې د بدخشان ولایت د فرهنګي بنسټونو د بې‌غورۍ له کبله یاده ژبه د هېرولو ګواښ سره مخ شوې ده.

نوموړي هڅه کړې چې د اشکاشمي ژبو اصلي ټکي راټول کړي او حتا په دې تړاو یې شعرونه هم ویلي؛ خو دغو هڅو د یادې ژبې د یاده وتو په برخه کې تر ډېره کچه اغېزمنتیا نه ده درلودلې.

نوموړی وايي، که چېرې بدخشان کې د بومي ژبې په تړاو بې‌غوري همداسې دوام ومومي، تر راتلونکيو دوو یا پنځو کلونو به اشکاشمي ژبې په بشپړه توګه د خلکو له یاده ووځي.

که چېرې د ښونځیو په لومړنیو ټولګیو کې زده‌کوونکيو ته د اشکاشمي ژبې الفبا تورو لیکلو سربېره زده‌کوونکيو ته زده‌کړې ورکړل شي، د اشکاشمي ژبې د هېرولو ګواښ به له منځه یوسي.

بدخشاني لیکوال او شاعر صدیقي لعل‌زاده هم په دې باور دی چې اوسنۍ ټکنالوژۍ نړۍ پر یوه کوچني کلي بدله کړې.

د نوموړي په وینا، پوهان هم په دې باور دي چې دغه وضعیت سیمه‌يیزې ژبې اغېزمنې کړي او بدخشان هم له دغه وضعیت څخه لرې نه‌دی.

بدخشان کې کلتوري څېړونکی عبدالقدیر بران وایي، د بومي ژبو د یاده ايستو یو لامل د لیکنې رسم الخط نه موجوديت دی.

بران په دې باور دی چې بدخشان کې د کلتور ملاتړ بنسټونه باید د بومي ژبو کلتور خوندیتوب په موخه لاس په کار شي او پرې‌نه‌ږدي چې د دغه ولایت کلتور له یاده و ویستل شي.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتوري چارو مسوول محمد عارف فاروقي وایي، د بومي ژبو څېړنیزو پروګرامونو ترسره کولو لپاره په زیاته کچه پیسو ته اړتیا ده چې دولت یې په واک کې نه ورکوي.

نوموړی وایي، د بومي ژبو کلتور خوندیتوب چاره د اطلاعاتو او کلتور ریاست دنده ده او دوی په خپلو راتلونکو پروګرامونو کې ورته ځای ورکړی، ترڅو د اشکاشمي ژبې له یاده ایستو مخنیوي په موخه کوټلي ګامونه پورته شي.

د فاروقي په وینا، بدخشان کې یو نادولتي بنسټ د بومي ژبو کلتور خوندیتوب لپاره کار کوي او په تېر کې هم یاد بنسټ شغناني او منجاني ژبو لپاره کار کړی او په راتلونکې کې به هم یاد بنسټ پر اشکاشمي ژبې تمرکز وکړي.

بدخشان کې له دري ژبې پرته چې ډېری خلک پرې خبرې کوي، مجناني، سنګلیجي، اشکاشمي، واخاني او شغناني ژبې دي چې په پامیري ژبو نومول شوې دي.

د دغو ژبو ویونکي وايي، دې وروستیو کلونو کې د اړیکو په پراختیا سره بومي ژبې د هېرولو ګواښ سره مخ شوي دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام