عمرخوړلی عبدالمالک چې څېرې یې له غم او درده ګونځې کړي او جګړې له کندوزه کابل ته را کډه کړی وايي، څه موده وړاندې یې پر کور یو ړوند راکېټ ولګېد چې له کبله یې سترګې ړندې او کور یې هم ویجاړ شو. عبدالمالک اوس له کورنۍ سره د کابل په سرای‌شمالي کې د سړک پر سر اوسېږي او له درد او بې‌وسۍ ډکې شپې او ورځې تېروي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

۵۸کلن عبدالمالک وایي، وروسته له هغې چې جګړې یې کور ویجاړ کړ، دومره یې وکړل چې خپل ځان او د کورنۍ غړي کابل ته راورسوي.

هغه په کندوز کې د دردمنو شپو او ورځو کیسې کوي او له دغه ښار څخه یې په ذهن کې وروستی تصویر هغه پاتې چې پر کور یې توغندی لګېدلی و. هغه وایي، له کندوز تر کابله یې په لارو کې ډېرې ستونزې وګاللې او طالبانو پر دوی د ځمکې او هوا له لارې بریدونه کول، خو په وینا یې، چا یې مرستې ته ور ونه دانګل.

دا یوازې عبدالمالک نه دی چې د جګړې د درد کیسې کوي، بلکې دې سیمې کې په سلګونه کورنۍ دي چې د جګړو او تاوتریخوالي له امله بې‌ځایه شوي او ډېر دردونه لري.

په دغه سیمه کې هغه ملت تر سترګو کېږي چې د جګړو له امله بې‌ځایه شوی او د خوشبختۍ په لټه کې دي. د دوی ګډ درد اوس بې‌ځایه کېدل او جګړه ده.

ارامښت ته د دغو خلکو اړتیا د هر چا په سترګو کې اوښکې راټولوي، د ماشومانو غلی شوی غږ، هغه میندې چې د خپلو اولادونو په درد کې سوځي، هغو نجونو چې ګرمۍ کې یې پر ځان لوی پړوني خور کړی او هغه ځوانان او مشران چې د پیسو د نه شتون له امله کړېږي، د هغو جګړو پایلې دي چې له څو کلونو راهیسې دې سیمه کې روانې دي.

دغه بې‌ځایه شوي وایي چې د هوایي بریدونو له امله یې کورونه له ځمکو سره یوشان شوي دي.



سکینه وایي، کور ته نږدې یې هوایي بمبارۍ وشوې او د دوی د کور سربېره یې د ګاونډیو کورونه چې درې-څلور پوړه وو، له ځمکې سره خاورې شوي دي.

د بې‌ځایه شویو کورنیو استازی وایي چې په زرګونه کورنۍ له کندوز، تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو څخه کابل ته رابې‌ځایه شوي او تراوسه ورسره د حکومت له لوري مرسته نه ده شوې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کابل په سرای شمالي کې د بې‌ځایه شویو کورنیو استازی مبارز همدرد وایي چې حکومت باید دغه بې‌ځایه شوي له دې ځای څخه بل ځای ته ولېږدوي، ځکه په وینا یې چې ګڼ‌شمېر دغه بې‌ځایه شوې کورنۍ ناروغ شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال رضا باهر وایي چې بېړنۍ کمېټه جوړه شوې او پر بې‌ځایه شویو به خوراکي توکي او اوبه ووېشل شي.

دغه بې‌ځایه شوي په هېواد کې د تلپاتې سولې غوښتنه کوي او د جګړې له ښکېلو لوریو غواړي چې جګړه ودروي، څو دوی خپلو مېنو ته ستانه او په ارامۍ کې ژوند وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام