مېرمن سکینه «مستعار نوم» په بدخشان ولایت کې د وسله‌والو طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې ژوند کوي، د نوموړې خاوند په یوه ګاونډي هېواد کې کارکوي او د خپلې کورنۍ لګښت برابروي. سکینه وایي، اوس چې طالبان د دوی پر سیمه واکمن شوي، نه شي کولای چې پرته له محرم څخه بازار ته لاړه شي او خپل د اړتیا وړ توکي وپېري.

هغه همداراز وایي چې له بازار سربېره روغتیایي مرکز ته هم د تلو لپاره له دې ستونزې سره مخ ده. سکینه زیاتوي: «خاوند مې په ایران کې دی او له خپلو کوچنیو اولادونو سره یوازې ژوند کوم، خو اوس له دې وېرې چې محرم نه لرم، له کور څه د باندې نه شم وتلی. بازار او کلینیک ته نه شم تللی. کوچنی ماشوم مې ناروغ دی، خو دا چې محرم نه لرم نه شم کولای چې روغتون ته یې بوځم.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا یوازې سکینه نه ده چې دا ډول ستونزې او شکایتونه لري. د بدخشان ولایت د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وایي، وروسته له هغه چې طالبان د دوی پر سیمه واکمن شوي، ژوند یې له عادي حالته بهر شوی دی، د دولتي ادارو فعالتونه په ټپه ولاړ دي او د طالبانو له لوري خلکو ته هېڅ راز خدمتونه نه وړاندې کېږي.

د بدخشان ولایت یو بل اوسېدونکی سید‌نور الله وایي، د دوی پر سیمو د طالبانو د واکمنېدو سره هم‌‌مهاله دغې ډلې په دې سیمو کې نوي بندیزونه او شرطونه وضع کړي او دغه اعلان یې په لیکلې بڼه د دوی د ولسوالانو له لاسلیک وروسته پر خلکو وېشلي دي.

په بدخشان ولایت کې مدني فعال نصرت الله  هم مني چې طالبانو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د خلکو عادي ژوند ور خراب کړی او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. هغه وایي چې دولتي ادارې په ټپه درېدلي او د خلکو رواني حالت خراب شوی دی. د بدخشان ولایت د محلي ادارې مسوولان حاضر نه دي چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د خلکو د وضعیت په اړه خپل نظر څرګند کړي.



په همدې حال کې د بدخشان ولایت د بشر حقونو فعال د دې موضوع د تایید ترڅنګ وایي چې د بدخشان ولایت اوسېدونکي بې‌وزله دي او طالبانو هم د دوی په دسترخوانونو ځان ور شریک کړی دی. د نوموړي په وینا، د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې خلک اړ دي چې د طالبانو لس کسیزې ډلې ته ډوډۍ او خواړه چمتو کړي چې دغه وضعیت د دوی ملا ورماته کړې ده.

هغه وویل چې د بدخشان په بهارک او ارګو  ولسوالیو کې طالبانو غوښتل، دوه مېرمنې چې پرته له محرم څخه له کوره د باندې وتلې وې په دورې ووهي، خو د سیمې د اوسېدونکو په منځګړیتوب د دغه کار مخه نیول شوې ده.

هغه زیاته کړه: «هغه څوک چې په اداراتو کې کار کوي بندیزونه پر لګېدلي دي. له اقتصادي پلوه پرخلکو ډېر فشار راغلی او هره کورنۍ باید طالبانو ته خواړه ورکړي. همداراز د تېلو ټانګونه باید د دوی وسایطو ته تېل ورکړي او پیسې ورکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد دغه ادعاوې بې اساسه بولي او وایي چې د ښځو پر ګرځېدا هېڅ راز بندیزونه نه دي لګېدلي. د طالبانو ویاند وویل چې د بدخشان ولایت په یو‌شمېر ولسوالیو کې وضعیت جګړه‌ییز دی او د یو‌شمېر ادارو فعالیتونه درېدلي دي. هغه زیاته کړه چې د دغو ادارو فعالیتونه به ډېر ژر بېرته عادي حالت ته وګرځي. د نوموړي په وینا، د طالبانو د دولت  تشکیلات جوړ شوي او ډېر ژر به د دغو ادارو فعالیتونه له سره پیل شي.

که څه هم طالبان د بندیزونو د لګېدو خبره ردوي، خو سکینه او د دې په څېر په زرګونه بدخشانیان د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن دي. دوی وایي چې دغه وضعیت ډېر ناهیلې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان ولایت د کران او منجان له ولسوالۍ پرته، د دغه ولایت پاتې ټولې ولسوالۍ د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام