بدخشان ولایت کې یوه ملکي سرچینه وایي، د دغه ولایت هغه ځوانان چې په امنیتي ځواکونو کې دنده ترسره کوي، د مرګ‌ژوبلې شمېر یې په تېرو ۳ ورځو کې په کمسارې توګه زیات شوی دی.

د بدخشان ولایت د مدنې ټولنې رییس سیف الدین سایس وایي، په تېرو ۳ ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د بدخشان ولایت د هغو ځوانانو ۱۸۰ جنازې چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې یې دنده ترسره کوله، دغه ولایت ته ور وړل شوي دي. سایس له سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل چې دغه شمېرې یې په کابل کې د سردار محمد داوود خان روغتون کې له یوې روغتیایي سرچینې څخه لاسته راوړي دي.

د بدخشان ولایت د مدني ټولنې د رییس په وینا، په امنیتي لیکو کې د بدخشان ولایت ګڼ‌شمېر ځوانان دنده ترسره کوي چې د هېواد په کچه په ټولو جګړو کې له ۲۰تر۲۵ سلنې تلفات بدخشانیان ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سیف الدین سایس همدا راز وایي، هره ورځ د کندوز-تخار پر لویه لار هرموټر چې جسدونه لېږدوي، بدخشان ته ځي او د دې مسلې د ډاډ ترلاسه کولو لپاره ښه به وي چې د سردارد محمد داوود خان روغتون ته سر ورښکاره کړی چې څومره جسدونه بدخشان ته د لېږدولو لپاره په تمه دي.

ټولنیزو رسنیو کې دغې مسلې د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي او دغه موضوع یې ټکان ورکوونکي بللې ده.

 د ټولنیزو رسنیو یوه کارونکي سیدعبدالله لیکلي: « د درې ورځو په ترڅ کې یې بدخشان ولایت ته ۱۸۰جنازې لېږدولي او خاورو ته یې سپارلي دي. جمهوریت یې وژن‌خایه ته ورلېږي او طالبان یې وژني، دا ده د بدخشان د خلکو ونډه چې په برخه ورسېدلې. د افغانستان جګړې ته هر څومره بل رنګ وکړي، بیا هم دغه جګړه د قوم‌وژنې ده، او یو قوم  د خپل سیاسي واک او اقتدار په موخه نور قومونه وژني.»

 خو د بدخشان ولایت مسوولان دغه شمېرې ناسمې بولي او وایي چې هېڅ رسمي ادارې په دې اړه معلومات نه دي ورکړي.

د بدخشان د والي ویاند، نېک‌محمد نظري وایي، له شک پرته چې د دې ولایت ځوانان هم د نورو ولایتونو د ځوانانو په څېر د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کوي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې قرباني ورکوي او دوی هم له نورو ولایتونو څخه دغه ولایت د بدخشاني ځوانانو د جسدونو د لېږد شاهدان دي.



د نوموړي په وینا، هغه شمېرې چې ویل کېږي په تېرو درې ورځو کې دغه ولایت ته ۱۸۰ جنازې لېږدول شوي ناسمې دي او هېڅ کومې ادارې په دې برخه کې په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

په ورته مهال، د بدخشان ولایت یو اوسېدونکی چې په امنیتي ځواکونو کې یې دنده ترسره کړې او په هلمند ولایت کې یې د یوه ځانمرګې برید له کبله یوه پښه او یوه سترګه یې له لاسه ورکړې او یو لس یې هم ټپي شوی وایي چې اوس یې ژوند ناسور دی او اړ دی چې د ژوند اړتیاوو برابرولو لپاره مزدوري وکړي.

بې‌وزلي او د کار نه شتون د دې لامل شوی چې  ګڼ‌شمېر ځوانان په ځانګړي توګه بدخشاني ځوانان د امنیتي ځواکونو له لیکو سره یوځای شي. په تېرو کلونو کې ادعا شوې وه چې د افغانستان په کچه بدخشاني ځوانان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کوي او دغه ولایت له طالبانو سره مبارزه کې تربل سرچا ډېره قرباني ورکړې ده. خو د دغه ولایت د اوسېدونکو په وینا، دوی په اوسني نظام کې هېڅ راز ونډه نه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام