Asset 1SWN

اسلامي امارت په بدخشان کې د «صدای بانوان راډیو» وتړله

په بدخشان کې د صدای بانوان راډیو مدیرمسوولې نجلا شېرزاد سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست یې د راډیو دروازه ور تړلې ده. هغه وايي چې د دې راډېو له لارې یې هېڅ ډول موسیقي نه‌ده خپره کړې او د مسوولانو د دغه کار د اصلي لامل په اړه هم نه پوهېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړې په وینا، په دې وروستیو کې یې د دغه ولایت د هغو نجونو پروګرامونه خپرول چې له زده‌کړو پاتې دي او پټ ټولګي یې جوړ کړي وو. نجلا شېرزاد وايي، د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولانو ښايي د دغو خپرونو له کبله د ښځو غږ راډیو تړلې وي.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي هم د دغه خبر د تایید تر څنګ، سلام‌وطندار ته ویلي چې د صدای بانوان راډیو یې د اسلامي امارت د نشراتي پالیسي د نقض له کبله تړلې ده.

هغه زیاتوي چې یادې راډیو په روژه کې موسیقي خپروله او دغه راز یې هغه نعتونه او ترانې هم خپرولې چې موسیقې په‌کې کارېدلې ده.

احمدي وايي: «د رسنیو د څپو له څېړلو وروسته مو وموندله چې د صدای بانوان راډیو د اسلامي امارت د نشراتي پالیسي خلاف خپرونې کوي او هغه مو وتړله.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په بدخشان کې د صدای بانوان راډیو د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په ۸۹،۹ اف‌ام څپو سره خپل فعالیت بېرته پیل کړی و. دا راډیو په بدخشان کې د سلام‌وطندار راډیو د همکارو راډیوګانو له ډلې یوه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام