له څو اوونیو کلابندۍ وروسته وسله‌والو طالبانو د غور ولایت تولک ولسوالي ودانۍ نیولې ده. په غور کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو د دغې ولسوالي ودانۍ او امنیه قومنداني نیولي دي.

په تولک ولسوالي کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، د دغې ولسوالي سقوط کې دولتي سرتېرو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتي. سرچینه وايي، د غور مرکز فېروزکوه په ګډون، شپږ نورې ولسوالۍ هم د طالبانو تر ګواښ لاندې دي او که پام ورته ونه‌شي، ښار او نورې ولسوالۍ به هم د طالبانو لاس ته ولوېږي.

په ورته مهال یو پر بل پسې د ولسوالیو سقوط او په دې برخه کې د دولت نه‌پاملرنه د ځايي اوسېدونکو او خلکو اندېښنې هم ډېرې کړي دي.

 د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د غور ولایت د تولک ولسوال سلیمان یوسفي نن سهار سلام‌وطندار ته ویلي و، که چیرې دغه ولسوالي ته مرستندویه سرتيري ور وانه ستول شي، دغه ولسوالي به د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د هغه په وینا، په تولک ولسوالي کې د طالبانو د تېرې شپې په بریدونو کې، ۱۹ امنیتي ځواکونه وژل شوي، ۱۲ ټپي دي او یو شمېر نور هم ورک دي.

په همدې حال کې د غور د شهرک ولسوال محمد کبیري د طالبانو لاس ته د دغې ولسوالي د لوېدو په اړه ناویل شوو څخه پرده پورته کوي او وايي، د ولسوالي د سقوط اصلي لامل، طالبانو سره د امنیه قومندان او د امنیت امر په ګډون د څه باندې ۲۸۰ امنیتي ځواکونو یو ځای کېدل دي.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټر‌پاڼه وڅارئ

بل‌خوا د غور والي عبدالظاهر فیض‌زاده د تولک ولسوالي سقوط او طالبانو سره د شهرک ولسوالي د امنیه قومندان یوځای کېدی ردوي او وايي، د طالبانو د تېرې شپې برید کې ۳۵ امنیتي ځواکونه او ۱۰ طالبان وژل شوي.

هغه وویل: «زمونږ ځواکونو تر لسو بجو پورې جګړه کړې او اوس انتن قطع شوی او ټلیفوني ارتباط نه لرم. زه نه منم چې ولسوالي دې سقوط شوي وي. خو لس سرتیري مو او ۳۵ طالبان وژل شوي.»

خو طالبان خپلو جنګیالیو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې ادعا بې‌اساسه بولي او وايي، د بېګاه شپې په برید کې یې امنیتي ځواکونو ته درانه تلفات اړولي او د هغوی ګڼ‌شمېر پوځي تجهیزات یې هم ترلاسه کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام