روزګان کې محلي مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې پرون ناپېژنده وسله‌والو د دغه ولایت اړوند په دهراوود ولسوالي کې پر یوه موټر ډزې کړي چې له امله دوه کسان وژل شوي دي.

د روزګان ولايت د اطلاعات او فرهنګ ريیس محمد اصف د يادي پيښې په اړه سلام‌وطندار ته وويل چې پېښه د دهراوود ولسوالي په «ده سياه سنګ» سيمه کې رامنځته شوي ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د محمد اصف په خبره چې سيمه ته د اسلامي امارت ځواکونه رسېدلي او د وژنې په تور يې درې کسان نيولي چې دامهال ورڅخه څېړنې روان دي.

د اطلاعات او فرهنګ د رییس په خبره، وژل شوي کسان د عبدالجان او جمعه خان په نومونو دي چې دواړه د دهراوود ولسوالي اوسېدونکي وه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تراوسه معلومه نه ده چې وژل شوي کسانو څه دنده ترسره کوله، خو له دې مخکې په ورته پېښو کې ډېری وخت د تېر نظام کسان په  مرموزو وژنو کې په نښه شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام