په څمکنۍ ولسوالي کې د پکتیا ولایت د شپږو ولسواليو اوسېدونکو او په دغو ولسواليو کې مېشت امنیتي سرتېرو د خپلو معاشونو ترلاسه کولو او په بانکي راکړه ورکړه کې د اسانتیا په موخه په یاده ولسوالي کې د بانکي څانګې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د پکتیا ولایت د څمکنيو، جاني‌خېل، اريوب ځاځي، احمدخېلو، لجه‌منګل او ډنډ پټان ولسواليو اوسېدونکي او دولتي کارکوونکي په څمکنیو ولسوالي کې چې د دغو ولسوالیو مرکز بلل کېږي، د بانکي څانګې نه موجودیت له امله له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دوی وايي، د خپلو معاشونو اخیستو او مالي راکړې ورکړې لپاره لسګونه کیلومټره مزل کوي او د مرکز ګردېز ښار بانکونو ته ورځي او په وینا یې، یوازې د پیسو اخیستل یې نه، بلکې پر لارو شته امنیتي ګواښونه یې هم ځوروي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبو‌ک‌پاڼه وڅارئ

د څمکنيو ولسوالي اوسېدونکي سيف‌الله او قدرت وايي، له کلونو راهيسې د څمکنيو په مرکز شهرنو ښار کې د بانک څانګې د پرانېستو غوښتنه کوي، خو په خبره يې، تر اوسه ورسره يوازې ژمنې شوې دي.

دوی وایي، که په دې سیمه کې د بانک یوه څانګه جوړه شي، د دغې ولسوالي اقتصاد به ورسره وغوړېږي، افغانۍ به ارزښت پیدا کړي او د خلکو کاروبار به هم ورسره وده وکړي. د دوی په وینا، که حکومت یادو ولسوالي ته د بانکې څانګې منظوري ورکړي، پر لویو لارو به د خلکو لوټلو ستونزه هم حل او دوی ته به اسانتیاوې برابرې شي.

په همدې حال کې مرجان چې په څمکنيو ولسوالي کې د ملي پوليسو په ليکو کې دنده لري وايي، يوازې دغې ولسوالي کې زرګونه امنيتي سرتېري مېشت دي او د معاشونو ترلاسه کولو پر مهال ګردېز ته پر لاره له ستونزو سره مخ کېږي چې څو ځله پر دې لارو د وسله‌‌والو له لوري پر دوی بریدونه شوي او هغه امنیتي سرتېري چې د معاشونو د ترلاسه کولو لپاره ګردېز ته روان وو، په نښتو کې ورته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.



د نوموړي په وینا، شاوخوا ۷ زره امنيتي سرتېري، محلي پوليس، پاڅونوال، د ملي اردو درې کنډکونه او دوه هم د سرحدي ځواکونو کنډکونه پراته دي چې د معاشونو ترلاسه کولو لپاره ورته پر لاره ډېره مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د پکتيا والي محمدحليم فدايي هم په څمکنيو ولسوالي کې د بانک څانګې پرانېستل یوه اړتیا بولي او وايي، د دولتي او خصوصي بانکونو له مسوولينو سره یې په اړه پر خبرو بوخت دي. فدایي زیاتوي، د بانکونو ولایتي مسوولان په خپل سر د بانکي څانګې د جوړولو پرېکړه نه شي کولای او له مرکز یې غوښتي چې په دې ولسوالي کې د بانکي څانګې جوړولو ته لاره هواره کړي.

د پکتیا د شپږو ولسوالي اوسېدونکي باور لري چې په څمکنیو ولسوالي کې د بانک څانګې په پرانېستو سره به له يوې خوا خلکو ته مالي او سوداګريزې اسانتياوې برابرې شي او بله‌خوا به اړونده بانکي څانګه هم ښه ګټه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام