د هلمند ولایت اړوند په مارجې ولسوالي کې پرون مازديګر ناوخته په يوې چاودنه کې د يوې کورنۍ ۷ کسان ټپيان شوي دي.

د هلمند د اطلاعات او فرهنګ رياست څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ټپیان ټول د يوې کورنۍ غړي دي چې په کور کې د زړې مرمۍ د چاودنې له امله ټپیان شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه کې راغلي چې د پېښې ټیپان د دې ولایت ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملني لاندې دي.

دا په داسي حال کې ده چې تېره ورځ د روزګان په ترينکوټ ښار کې هم د هاوان مرمۍ د چاودني له امله د يوې کورنۍ ۳ غړي چې يو ماشوم او دوې ښځې په کې شاملي وي ټپیان شوي وو.

که څه هم اوس هېواد کې د جګړې ټغر څه ناڅه ټول شوی، خو له جګړې پاتې ناچادېدونکي توکي او د سړک تر غاړې خښ کړل شوي ماینونه د خلکو ژوند ګواښي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تېره اوونۍ په همدې هلمند ولایت کې د کندهار-هرات پر لویه لاره یو موټرسایکل چې دوه کسان پرې سپاره وو، د سړک غاړې ماین باندې برابر شوي وو چې له کبله یې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي و.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام