د لوګر ولایت محلي مسوولان وايي چې بېګاه شپه د محمداغې ولسوالي په مغل‌خېلو کلي کې د تیږو په یوه کان کې د چاودنې له امله یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د لوګر د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته ویلي، دغه پېښه د محمداغې ولسوالي د مغل‌خېلو کلې د تېږو په یوه کان کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

انس زیاته کړې چې په چاودنه کې یو کس وژل شوی او بل ټپي دی. د نوموړي په وینا، په کان کې چاودنه د باروتو له امله رامنځته شوې او ټپي کس روغتون ته لېږدول شوی چې اوس در درملنې لاندې دی.

خو د محمداغې ولسوالي یوه اوسېدونکي کریم‌الله، سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه شاوخوا ۱۲ بجې د مغل‌‌خېلو د تیږو په یوه کان کې چاودنې یو کس وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې وژل شوي او ټپيان د کندهار ولایت اوسېدونکي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام