د پنجشېر د اوسپنې کان د اېستلو چارې د ۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پیلېږي

د پنجشېر محلي مسوولان وايي، ټاکل شوې د دغه ولایت د اوسپنې کان د اېستلو چارې د ۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پیل شي. د مسوولانو په وینا، د یاد کان د اېستلو او تولید لومړني کارونه له یوه کورني شرکت سره پیل او پای ته رسېدلي دي.

د هرات د غوریان مالګې د شرکت مسوول: افغانستان ته دې د مالګې راتلو مخه ونیول شي

د هرات د غوريان مالګې د شرکت مسوولان د سوداګرو له‌خوا له ګاونډيو هېوادونو څخه افغانستان ته د ورته ايوډين لرونکې مالګې د واردېدو په اړه شکایت کوي. د دغه شرکت مسوول ناصر امید سلام‌وطندار ته ویلي چې اوس هر کال د غوریانو د مالګې له کان څخه شاوخوا ۵۰ زره ټنه مالګه را وباسي.

خوست کې د «کرومایټ» ډبرو کان د استخراج چارې پیل شوې

د خوست محلي مسوولان وایي چې د دې ولایت د تڼیو ولسوالي «ویرژلې» سیمه کې یې د کرومایټ ډبرو کان د استخراج چارې پیل کړي دي.

د خوست د کانونو رییس مولوي محمدصدیق حمزه په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته پرون دوشنبه د غويي ۱۷مه ویلي، یاد کان د اړوند وزارت له‌خوا د شرق نفرایټ معدني شرکت ته د پنځو کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شوی دی.

ناپېژنده وسله‌والو سمنګان کې پنځه کسان وژلي

سمنګان کې ځايي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي، پرون ماښام د دغه ولایت د دره‌صوف پایان ولسوالي «کوتل رېګ» سیمه کې ۵ ملکيان چې کاریګر وو، د ناپېژنده وسله‌والو له‌خوا وژل شوي دي. سرچینې وویل، د پېښې لامل تراوسه نه دی معلووم، خو وژل شوي کسان له هزاره قوم څخه دي. که څه هم تراوسه معلومه نه‌ده چې دغه کسان د چا له‌خوا وژل شوي، خو د وحدت ګوند مشر محمد محقق داعش ډلې ته اشاره کړې.

بغلان کې د ډبرو سکرو د کان ۳۰۰ کارګرو د وسله‌والو له وېرې کار پريښی

د بغلان په تاله‌وبرفک ولسوالي کې د ډبرو سکرو د کان یوشمېر کارګر وايي چې ناپېژنده وسله‌والو یې دوه ورځې وړاندې پر دوو همکارانو برید کړی چې له کبله یې یو وژل شوی او بل پر سر سخت ټپي شوی دی.
د دوی په وینا، یاد کارګر د بامیان ولایت د ورس او دایکندي د شهرستان ولسواليو اوسېدونکي دي.