Asset 1SWN

د پنجشېر د اوسپنې کان د اېستلو چارې د ۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پیلېږي

استخراج-معدن-آهن-پنجشیر-qjuhncm796pdccgweaf5iyh1tzkynfe4xjs09s4uiw

د پنجشېر محلي مسوولان وايي، ټاکل شوې د دغه ولایت د اوسپنې کان د اېستلو چارې د ۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پیل شي. د مسوولانو په وینا، د یاد کان د اېستلو او تولید لومړني کارونه له یوه کورني شرکت سره پیل او پای ته رسېدلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لټون سلام‌وطندار ته ویلي چې د «ابارسین کچکن» په نوم د کانونو د اېستلو شرکت د دغه ولایت د اوسپنې کان داوطلبي ګټلې ده.

هغه زیاتوي چې د دغه ولایت والي محمداغا حکیم د یاد شرکت له مسوولانو غوښتي چې د پنجشېر ځوانان په خپله پروژه کې وګوماري.

نوموړي دغه راز ټینګار کړی چې د اېستل شوې اوسپنۍ د تولید، پراسېس او ویلې کېدو بهیر باید په دغه ولایت کې وشي.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

دا پروژه به د پنجشېر په پریان ولسوالي کې د ۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پلې او ۲۰۰۰ کسانو ته به کار په‌کې پیدا شي چې په دې سره به په دغه ولایت کې د وزګارتیا کچه را ټیټه شي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام