Asset 1SWN

د افغانستان بانک سبا «یوولس» میلیونه ډالر لیلاموي

DNE_520767d4-6image_story

د افغانستان بانک د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتلو په موخه، سبا دوشنبه ۱۱ میلیونه ډالر بازار ته د لیلام په توګه وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن یکشنبه د تلې درېیمه پر خپله ټوېټرپاڼه له ټولو صرافانو او سوداګریزو بانکونو غوښتنه کړې چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د افغانستان بانک ویلي چې د لیلام ګټونکی باید خپلې پیسې په ټاکلې موده کې په نغدي او یا هم د حوالې له لارې بانک ته وروسپاري.

دا په تېرو څو اوونیو کې دویم ځل دی چې د افغانستان بانک ډالر لیلاموي. له دې وړاندې تېره اوونۍ هم د افغانستان بانک د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ساتلو لپاره ۱۲ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې د معلوماتو له مخې، نن د کابل سرای شهزاده کې یو امریکايي ډالر په «۸۸.۴۰» افغانۍ تبادله کېده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام