د افغانستان بانک نن په یوې خپرپاڼه کې ویلي چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیو ټيټېدو په موخه سبا ۱۴ میلیونه ډالر بازار ته د لیلام لپاره وړاندې کوي.

 د یاد بانک د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې د دغو ډالرو د خرڅلاو داوطلبي سبا چهار شنبه ترسره شي. د افغانستان بانک د صرافیو او پولي خدمتونو پر شرایطو برابرو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې په دې  داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په وروستیو اوونیو کې دا څوم ځل دی چې افغانستان بانک بازار ته ډالر وړاندې کوي. دغه بانک د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ هم شاوخوا ۱۴ میلیونه ډالر لیلام کړل.

د دغو ډالرو د لیلام موخه د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیو ټيټېدل په ګوته شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان بانک له لوري بازار ته د ډالرو د نه وړاندې کولو له کبله، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارازښت خورا راټیټ شوی و.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو په وروستیو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت څه ناڅه لوړ شوی دی. همداوس د کابل په شهزاده سرای کې یو امریکايي ډالر څه باندې ۸۸ افغانۍ پلور کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام