په داسې حال کې چې په تېرو څلور ورځو کې د افغانیو پر وړاندې یو ډالر شاوخوا ۱۵ افغانۍ راټيټ شوی، اوس ځينې صرافان په دې اړه اندېښنه څرګندوي او وایي، ښایي دا د مافیایي کړیو کار وي.

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمان زیرک سره له دې چې په ناڅاپي توګه د ډالرو ارزښت رالوېدو څخه اندېښنه ښيي، خو د افغانیو ارزښت لوړېدو کې د مافیایي کړیو رول ردوي. نوموړی وایي چې په تدریجي ډول د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدل به د صرافانو په ګټه تمام شوي‌ وای.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه سلام‌وطندار ته وویل، «نرخ به کاذب وي، خو چا کاذب نه‌دی جوړ کړی. په دې چې نرخ سره مونږ هم ډېر موافق نه یوو چې یو دم ډالر دومره راولوېږي، یا ناڅاپي دومره لوړ شي. په هر حالت کې یې زموږ هېوادوالو ته زیان رسېږي او دا چې مافیایي کړیو دې د ځان په ګټه دا کار کړی وي، هېڅ امکان نه لري.»

د اقتصادي چارو شنونکي بیا د هېواد بازارونو ته د بشري مرستو لپاره د ډالرو راتلل، د امریکا وروستی اعلان چې موسسې او نور سازمانونه کولای شي، د افغانستان له ټولو بانکونو او موسساتو سره تړونونه وکړي او ورته نور اقدامات د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړېدو لاملونه بولي.

د پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو کارپوه سیف‌الدین سیحون وایي، ښايي د افغانیو ارزښت لوړېدو کې ځینې کړۍ لاس ولري چې دا چاره په خپله ګټه راوڅرخوي.

خو دی زیاتوي چې د افغانیو ارزښت لوړېدل به ډېر دوام ونه ‌کړي. «ښایي بازار کې داسې کسان هم وي چې دا زمینه برابره کړي چې ډالر راټول کړي او په اوسني وضعیت کې ګټه وکړي، خو بازار دی او داسې وي. له داسې شرایطو ګټه پورته کوي او تل یی عوامل او عناصر وي چې هڅه وکړي او په دې وخت کې یو مقدار ډالر راغونډ کړي او وروسته یې وپلوري، دا یوه طبعیي خبره ده.»

د اقتصادي چارو بل کارپوه عبدالنصیر ریښتیا وایي، په دې وروستیو کې نړیوالې ټولنې سره تعاملات، د اوسلو غونډه او په ټوله کې سیاسي وضعیت کی بدلون راتلل، د افغانیو په ارزښت لوړولو کې رول لري.

خو نوموړی هم وایي، د افغانستان اقتصادي او سیاسي وضعیت ته په کتو دا چاره به لنډمهاله وي. د هغه په وینا، سره له دې چې تر یو حده د ډالرو د قاچاق مخه نیول شوې، خو تیرو شلو کلونو کې د افغانستان اقتصاد مافیایي لور ته تللی وو او مارکیټ به د مافیا لخوا اداره کیده، نو دی هم د ډالرو د یوځلي رالوېدو په اړه شک او اندیښنه لري.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان بانک نظر هم ترلاسه کړو، خو بریالي نه‌شوو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې رالوېدل د هېواد په ګټه بولي او وایي، له پرون راهیسې د ټولو خوراکي او نورو توکو په بیو کې هم د پام وړ کموالی راغلی. د دوی په وینا، ان تر دې چې د یوې بوجۍ اوړو بیه له ۲ زره او ۷ سوو افغانیو څخه څه باندې ۱۹۰۰ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام