غزه کې پر خلکو د مرستو کڅوړو لوېدو له امله پنځه کسان مړه شوي

غزه کې د هوا له لارې اړمنو ته د مرستو رسولو په لړ کې د خلکو پر ګڼې‌ګوڼې د مرستو څو کڅوړې لوېدو له امله پنځه کسان مړه شوي او یوشمېر نور ټپیان دي. پر غزې د اسراییلو برید او کلابندۍ له امله اړمنو ته د مرستو رسولو ټولې لارې تړل شوي او مرستې د الوتکو له لارې د فراشوټونو په مرسته غزې ته غرځول کېږي.

د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیې ناڅاپي رالوېدو صرافان اندېښمن کړي

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمان زیرک سره له دې چې په ناڅاپي توګه د ډالرو ارزښت رالوېدو څخه اندېښنه ښيي، خو د افغانیو ارزښت لوړېدو کې د مافیایي کړیو رول ردوي. نوموړی وایي چې په تدریجي ډول د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدل به د صرافانو په ګټه تمام شوي‌ وو.