Asset 1SWN

غزه کې پر خلکو د مرستو کڅوړو لوېدو له امله پنځه کسان مړه شوي

GettyImages-1231271551-scaled-e1699907667564

غزه کې د امریکا له لوري د هوا له لارې اړمنو ته د مرستو رسولو په لړ کې د خلکو پر ګڼې‌ګوڼې د مرستو څو کڅوړې لوېدو له امله پنځه کسان مړه شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.

پر غزې د اسراییلو برید او کلابندۍ له امله اړمنو ته د مرستو رسولو ټولې لارې تړل شوي او مرستې د الوتکو له لارې د فراشوټونو په مرسته غزې ته غرځول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

الجزیرې خبرې شبکې نن شنبه، مارچ  نهمه په یوه راپور کې ویلي، د مرستو دغه کڅوړه د فراشوت نه‌خلاصېدو له امله د خلکو پر ګڼې‌ګوڼې ورلوېدلې ده.

په راپور کې ویل شوي چې پېښه د غزې شمال کې د شاطي کډوالو کمپ کې رامنځته شوې ده.

غزه کې د دولتي رسنیو دفتر دغه چاره بې‌ګټې بللې او زیاته کړې یې ده چې د هوا پر ځای دې د ځمکې له لارې اړمنو ته د مرستو رسولو بهیر پیل شي.

دې دفتر همداراز د هوا له لارې مرسته د «بشري خدمت پرځای سپک پروپاګند» وباله او غوښته یې وکړه چې د ځمکې له لارې دې مرستو ته د لېږد اجازه ورکړل شي.

غزه کې د دولتي رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «موږ مخکې خبرداری ورکړی و چې دا د غزې په تړانګه کې د اتباعو ژوند ته ګواښ دی او دا هغه څه دي چې نن ورځ پېښ شول، کله چې پارسلونه «مرستو کڅوړې» د ښاریانو پر سرونو راولوېدل.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه کسان داسې مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي چې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر تېره میاشت راپور ورکړ چې غزه کې نیم میلیون وګړي یا له څلورو څخه یو یې، له سختې لوږې او قحطۍ سره مخ دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام