په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي یا یوناما وايي، د جګړې پای ته رسېدو او د خلکو هیلهمندۍ لپاره د سولې خبرواترو ته لومړیتوب ورکړل شي.
یوناما نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دا څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز له طالب مرکچي پلاوي سره په ناسته کې کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا لیدنه پرون د قطر په پلازمېنې دوحه کې شوې او دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې راتلو په برخه کې د ملګرو ملتونو پر ملاتړ بحث کړی دی.
- فاریاب کې د طالبانو بندیزونه؛ ښځې دې ودونو ته نه ځي او چپلکې دې نه پر پښو کوي
- د سلما بند د ساتنې پر مرکز د طالبانو برید؛ ۱۶ سرتېري وژل شوي
- جو بایډن خپل افغان سیال ته د دوامداره مرستو ډاډ ورکړی
دا په داسې حال کې ده چې له میاشتو راهیسې په دوحه کې د افغان دولت او طالب ډلې د مرکچیانو ترمنځ د سولې خبرواترو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.
طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته جګړې ته زور ورکړی او ځینې ولسوالۍ یې هم نیولې دي.