Asset 1SWN

د ورستو اوړو د وېش په اړه شکایتونه؛ د خوړو نړیوال پروګرام: بېرته یې راټولوو

عکس-px5xptucz7evj6r4ovry21ppc6hnbb9mwxjkwp6gso

هېوادوال له څه مودې راهیسې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې د وراسته شویو اوړو د وېش په اړه شکایتونه کوي. پرون پر ټولنیزو رسنیو داسې ویډیو خپره شوه چې ښودل یې، د خوړو نړیوال پروګرام په دایکندي کې پر خلکو وراسته اوړه وېشلي دي.

خو په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې دایکندي کې د ورستو اوړو د وېش په اړه له شکایتونو وروسته یې ځینې اقدامات په پام کې نیولي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د اړیکو رییس فېلېپ کروف سلام‌وطندار ته ویلي: «ډبلیو‌اېف‌پي خبره ده چې دایکندي کې کورنیو داسې اوړه ترلاسه کړي چې کیفیت یې زموږ پر معیار برابر نه‌دی. خلکو چې کله اوړه کورونو ته وړي، پوه شوي او بیا یې ډبلیو‌اېف‌پي ته راپور ورکړ. موږ هم د دغو اوړو وېش ودراوه او وېشل شوي هغه به بدل کړو.»

هغه زیاتوي چې تازه اوړه کابل کې د دغه پروګرام له زېرمتونونو اېستل شوي او دایکندي ته پر لارې دي. نوموړی وايي: «ډبلیو‌اېف‌پي به د اوړو دغه کڅوړې د هغو د کیفیت کتلو په موخه له ټول هېواد څخه را ټولې کړي.»

کروف وايي چې راتلونکي کې د بې‌کیفیته اوړو په نښه کولو لپاره یې نوې طرحه برابره کړې چې په خبره یې: «د خوړو نړیوال پروګرام د اړیکې لاره او د فیډبک میکانېزم لري او دا موږ سره مرسته کوي، څو د ورته موضوعاتو په اړه راپور ورکړو. خلک موږ ته زنګ وهلی شي او موږ هره مسله څېړو او هغه جدي ګڼو.»

په همدې حال کې د بامیان او غزني اوسېدونکي هم سلام‌وطندار سره د خبرو پر مهال شکایت کوي چې دوی سره د مرسته شویو خوراکي توکو کیفیت ټیټ دی. د بامیان یو اوسېدونکی سازش علم‌دار وايي: «کوم اوړه چې وېشل شوي، په تېره یکاولنګ ولسوالي کې، زه خبر یم چې هېڅ ډوډۍ ترې نه پخېږي او بوین دي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بله‌خوا د غزني یو اوسېدونکی علي‌رضا هم سلام‌وطندار ته ویلي: «هغه مرسته شوي خوراکي توکي چې غزني کې وېشل کېږي، هېڅ کیفیت نه لري، د ډېرو کیفیت خراب دی. دولت باید د دغو توکو پر ځای، نغدې پیسې ورکړي. له اوړو یې نیولې تر وریجو او غوړیو، ټول خراب دي. ارمان مې هغه پیسې چې پرې لګېږي.»

د دې ترڅنګ، خلک په ډېری ولایتونو کې د خوراکي توکو د وېش برخه کې د عدالت په پام کې نه نیولو او د محلي زورواکانو او مسوولانو د لاسوهنې په اړه شکایت کوي. د مرستندویه سازمانونو د شمېرو پر بنسټ، له ۵۵ سلنه ډېر افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام