د ورستو اوړو د وېش په اړه شکایتونه؛ د خوړو نړیوال پروګرام: بېرته یې راټولوو

هېوادوال له څه مودې راهیسې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې د وراسته شویو اوړو د وېش په اړه شکایتونه کوي. خو په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې دایکندي کې د ورستو اوړو د وېش په اړه له شکایتونو وروسته یې ځینې اقدامات په پام کې نیولي دي.

غور کې یوې نجلۍ ځان را ځړولی

غور کې ځايي سرچینې وايي چې د حنیفې په نوم یوې نجلۍ نن په دغه ولایت کې ځان را ځړولی او وژلی دی.
د سرچینو په وینا، دې نجلۍ د لعل او سرجنګل ولسوالي اړوند د «محمدقدم کلا» په کلي کې ځان را ځړلوی دی.

سیګار: تېر کال د افغانستان پر بیارغونې هېڅ پیسې نه‌دي لګول شوي

د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته افغانستان کې ګڼ‌شمېر خلک له بې‌وزلي او نورو بېلابېلو ناورینونو سره مخ دي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره لا پسې پراخېږي. د راپورونو پر بنسټ د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې افغانستان سره څه باندې یو میلیارډ ډالر مرسته شوې، خو ورځ تر بلې د بې‌وزلۍ ګراف پر لوړېدو دی.

کندهار کې یو بل ډله‌ییز قبر موندل شوی

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په دامان ولسوالي کې یو ډله‌ییز قبر موندل شوی دی. د کندهار د والي وياند حاجې زيد نن پنجشنبه د لړم دولسمه سلام‌وطندار ته ویلي، دغه ډله‌ییز قبر چې د پنځو کسانو هډوکي په‌کې پیدا شوي، د دامان ولسوالي د عليزو او بشر کلي کې د کېندنې پر مهال موندل شوی دی. خو د کندهار د والي ویاند ادعا کړې چې یاد کسان د مخکیني حکومت د نظامیانو له‌خوا وژل شوي دي.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس پنځه کلنه لمسۍ په مرموز ډول وژل شوې

خوست کې ناپېژنده کسانو د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس پنځه کلنه لمسۍ په مرموز ډول وژلې ده.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیراحمد عثماني سلام‌وطندار ته تایید کړې چې لمسۍ یې درې ورځې وړاندې تښتول شوې وه او جسد یې بېګاه شپه موندل شوی دی.