په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولي سرپرست نصیراحمد فایق پرون چهارشنبه د لړم یوولسمه د یاد سازمان په غونډه کې ویلي چې افغانستان کې بشري وضیعت د اندېښنې وړ دی.
نصیراحمد فایق دې غونډه کې همداراز ویلي، د اسلامي امارت د سرپرست حکومت لهخوا محدودیتونه د دې لامل شوي چې ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو څخه محرومې شي.
نوموړي ویلي: «افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت اندېښمنونکی دی او د نجونو او ښځو د ازادیو محدودولو لپاره د اسلامي امارت سېستماتیکې هڅې د بشري حقونو د نړیوالو اصولو او کنوانسیونو خلاف عمل دی.»
بلخوا د اسلامي امارت سرپرست حکومت مسوولان بیا د نصیراحمد فایق دغه څرګندونې د نوموړي شخصي نظر بولي. د اسلاميا مارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلاموطندار ته ویلي چې افغانستان په ملګرو ملتونو کې رسمي استازی نهلري او یادې څرګندونې د فایق شخصي نظر دی.
په ورته وخت کې د ښځو د حقونو ځینې فعالانې وايي، د تېر یوه کال راهیسې افغانستان کې ښځې له زدهکړو او کار څخه محرومې شوې دي.
د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج وايي: «نن ښځې له خپلو حقونو محرومې دي. حق نهلري چې په خپله خوښه لباس واغوندي او حق نهلري چې ډاکټر ته لاړې شي. د ښځو ټول حقونه نقض شوي او موږ له اسلامي امارت غواړو چې د ښځو غږ واوري.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې حال کې دی چې د اسلامي امارت په واکمنېد سره هېواد کې له شپږم ټولګې پورته د نجونو زدهکوونکو ښوونځي تړل شوي او له یوشمېر دولتي ادارو څخه ښځې د کار کولو له حقه محرومې شوې دي.