ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا پنج‌شنبه د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړي. په ملګرو‌ملتونو کې د ناروې دایمي استازي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دغه غونډه په افغانستان کې پر بشري حقونو او د ښځو او نجونو پر ازادۍ د بندیزونو د زیاتوالي په اړه جوړېږي.

په ورته مهال، ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق ویلي، په یاده غونډه کې به «د هزاره لږکیو، په پنجشېر، کاپیسا او اندراب کې د ملکيانو پر هدفي وژنو» هم خبرې وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاده غونډه داسې مهال جوړېږي چې د اسلامي امارت له لوري پر ښځو د بندیزونو پر دوام، د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت په یوه فرمان کې د ښځو شرعي حجاب جبري کړ. په یاد فرمان کې راغلي، ښځې مکلفې دي چې «چادري یا بُرقه او تور رنګه حجاب یا پړونی» واغوندي او له اړتیا پرته باید له کورونو څخه را ونه‌‌وځي.

دغه فرمان په کور دننه او بهر د ګڼ‌شمېر ښځو، چارواکو او سیاستوالو غبرګونونه راپورته کړي او دا یې افغانستان کې د ښځو پر حقونو تېری بللی دی.



د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس تېره ورځ په یوې خبري ناسته کې ویلي، که اسلامي امارت د ښځو او نجونو د حجاب په اړه په خپله وروستۍ پرېکړه بیاکتنه ونه کړي، د دوی له لوري به له سختو فشارونو سره مخ شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دغو نیوکو او غبرګونونو وروسته د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر پرون د یوه ویډيويي پیغام په خپرولو سره ویلي: «د چادري یا بُرقې اغوستل جبري نه دي. عربي حجاب یا هغه پړونی چې په لریو پرتو سمیو کې یې ښځې استفاده کوي»، هغه هم حجاب ګڼل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام