«د افغانستان د مقتدره ښځو اصلي غورځنګ» نن د حجاب د اجباري کېدو په غبرګون کې لاريون وکړ. لاریونوالو د شعارونو په ورکولو سره د اسلامي امارت وروستي فرمان پر وړاندې خپل مخالفت څرګند کړ.

خو له لاریون څو دقیقې وروسته د اسلامي امارت ځواکونو د معترضو ښځو مخه ونیوله او خبریالانو ته یې هم د دغه لاریون د خبري پوښښ اجازه ورنه‌کړه.

یوشمېر معترضو ښځو سلام‌وطندار ته وویل، د اسلامي امارت ځواکونو یې د اعتراض مخه نیولې او شاوخوا دوه ساعته په هماغه سیمه کې یرغمل نیول شوې وې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یوه لاریون‌واله ذکیه وایي: «داسې یې وویل چې ګواکې تاسې د اسلامي امارت حکومت ته سپکاوی کوئ. زموږ شعارونه یې واخیستل، څیرې یې کړل، موږ یې سپکې کړو. ان ګواښ یې وکړ. له هغه وروسته د دوو ساعتو لپاره یې همالته وساتلو.»

معترضې ښځې زیاتوي چې د اسلامي امارت د حاکمیت له پیله تراوسه، د دوی ټول فرمانونه پر ښځو د فشار او بندیزونو په اړه خپاره شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دوی په وینا، چادري اسلامي حجاب نه، بلکې له سیاسي جوړښتونو څخه د ښځو لرې کول او د ښځو د پوښښ لپاره د لباس ټاکل هېڅ‌راز شرعي اړخ نه لري. دوی زیاتوي، چادري اسلامي حجاب نه‌، بلکې د اسلامي امارت له لوري پر دوی تپل شوی دی.

د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ داسې مهال لاریون کوي چې په افغانستان کې د ښځو لپاره د حجاب جبري کېدل، د ښځو د فعالانو او نړیوالې ټولنې له سخت غبرګونونو سره مخ شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام