وروسته له هغې چې پکتیا کې د ښوونځیو مدیرانو او خلکو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو ځینې پرانېستل شوي ښوونځي پرون بېرته وتړل شول، په هماغه ورځ دغه ولایت کې نجونو زدهکوونکو یې په غبرګون کې لاریون وکړ.
پکتیا کې له نږدې دوو اوونیو وروسته د ښوونځيو بېرته تړلکېدو او د نجونو لاریون په کور دننه او بهر ګڼشمېر غبرګونونه له ځان سره لرلي دي.
د بشرحقونو د څار بنسټ د ښځو برخې مرستیالې هیدر بار د اسلامي امارت د دغې پرېکړې په غبرګون کې سلاموطندار ته وویل، پکتیا کې د ښوونځیو بېرته تړلکېدل په دې معنی ده چې اسلامي امارت له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانېستلو هوډ نه لري.
هیدربار زیاته کړه، اوس د دې وخت را رسېدلی چې نړیواله ټولنه افغانستان کې د وضعیت د بدلون لپاره خپل انتظار پای ته ورسوي.
نوموړې وویل: «یوه لاره چې نړیواله ټولنه کولای شي کار ورڅخه واخلي، دا ده چې د ملګروملتونو د بشرحقونو شورا په غونډه کې چې روانه اوونۍ جوړېږي، ملګري ملتونه باید افغانستان کې له بشري وضعیت څخه په سمه توګه څارنه وکړي او دې لپاره یو ډېر پیاوړي میکانیزم ته اړتیا ده. همدارنګه باید هلته له نجونو او مېرمنو د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه کره معلومات راټول شي.»
له دې سره ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، هغوی چې په قصدي ډول افغان نجونې له زده کړو راګرځوي په ښکاره ډول بشري او اسلامي حقونو څخه سرغړونه کوي.
هغه دغه کړنه د افغانستان له ملي ګټو سره ستر خیانت بللی دی. نوموړي وویل: «په قصدي ډول افغان نجونې او مېرمنې د هغوی له اساسي، بشري او اسلامي حقوقو محرومول، په ښکاره توګه له اسلامي او بشري حقونو سرغړونه ده او همدارنګه د افغانستان له ملي ګټو سره یوه ستره جفا او خیانت دی.»
که څه هم له یو کال ډېره موده کېږي چې هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي، خو پکتیا کې د نجونو د پرانېستو ښوونځيو بېرته تړلکېدو پر ټولنیز رسنیو د اسلامي امارت د ملاتړو غبرګون هم راپارولی دی.
پر ټویټر هغو کسانو هم د اسلامي امارت پر دې پرېکړ د نیوکې ګوته پورته کړې چې د اسلامي امارت پلویان دي. دوی پر ټویټر د (#نجونو ښوونځي پرانیزئ، #د نجونو د ښوونځيو تړلو په اړه وضاحت غواړو او #نجونې ښوونځي ته پرېږدئ) په ډول د هشټګ کمپاین هم پیل کړی دی.
د نجونو ښوونځیو د بېرته پرانېستلو په لړ کې یوې هلمندۍ ماشومې نجلۍ عایشې هم په انګلیسي ژبه د اسلامي امارت له مشرتابه غوښتي چې د نجونو پرمخ دې د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
نوموړې ویلي: «زما نوم عایشه ده. زه د هلمند اوسېدونکې یم. کندهار کې اوسېږم. د اسلامي امارت له مشرانو غواړم چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي، زدهکړې د نارینه او ښځينه بنسټیز حق دی.»
په ورته وخت کې د افغان ښځو د حقونو فعالې مریم معروف اروین سلاموطندار ویلي چې د اسلامي امارت مشرانو خپلې ټولې هغه ژمنې بېبنسټه ثابته کړې چې د نجونو او ښځو د حقونو ورکړې په اړه به یې کولې.
د هغې په خبره، افغانستان کې ښځو ته نه د زدهکړو حق ورکول کېږي او نه یې هم د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره څوک غږ اوري.
د سلاموطندار ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر نن روزګان کې یوې غونډې ته ویلي، اوسنیو شرایطو کې هېڅوک نه غواړي خپلې لوڼې ښوونځيو ته ولېږي.