Asset 1SWN

سلام وطندار

انټونیو ګوټرېش: په نړۍ کې نږدې ۱۳۰ میلیونه نجونې له ښوونځي بې‌برخې دي

افغان نجونې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش ویلي چې په نړۍ کې نږدې ۱۳۰ میلیونه نجونې ښوونځي ته له لاسرسي بې‌برخې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ګوټرېش نن (د چنګاښ لسمه، د شنبې ورځ) سهار وختي پر ټویټر لیکلي چې د دغو نجونو ډېری هغه له ناورین څخه په اغېزمن شویو هېوادونو کې اوسېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې چې ښوونځي ته د نجونو نه لاسرسی لامل کېږي چې هغوی له وخت مخکې واده شي او له تاوتریخوالي سره هم مخامخ شي.

انټونیو ګوټرېش پر نجونو، د هغوی پر زده‌کړو او بشري حقونو پانګونه، پر راتلونکې پانګونه بللې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته افغان نجونې له ښوونځي را ګرځول شوي او ورسره یې د پوهنتونونو دروازې هم پر مخ تړل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام