افغانستان په داسې حال کې د ملګرو‌ملتونو د بشری حقونو شورا کې له څلورو ټاکل شویو څوکیو څخه د یوې ترلاسه کولو لپاره په سیالي کې شو چې د اسیاـ پاسفیک لپاره ځانګړې شوې وې.

افغانستان کې د مشروع حکومت نشتون له امله یادې سیالي ته د ډېرې پېچلې او سختې سیالي نوم ورکړل شوی و، افغانستان د ۱۲ رایو په ترلاسه کولو سره د بنګلدېش، مالدیو، ویتنام او قیرغیزستان پر وړاندې ماتې وخوړه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

افغانستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې غړیتوب په داسې حال کې له لاسه ورکوي چې د اسلامي امارت په بیا ځلې واکمنېدو سره د بشري‌حقونو نقض په اړه ډېر شمېر رپوټونه ورکړل شوي دي.

د ښوونې او روزنې، د کار او له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړلي پاتې‌کېدو په څېر د ښځو پر ټولنیزو او فردي حقونو محدویت لامل شوی چې اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې له‌خوا د بشري حقونو په نقض تورن شي.

داسې شرایطو کې چې هره ورځ د افغانانو د حقونو نقض په اړه رپوټونه خپرېږي، د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا کې د افغانستان د غړیتوب لغوه کېدو، یو لړ اندېښنې هم پورته کړي دي.

د بشري حقونو شورا کې د افغانستان د مخکیني حکومت استازي نصیراحمد اندېشه تر دې وړاندې دغه شورا کې د افغانستان د څوکۍ خوندي پاتې‌کېدل، مهم بللي و.

پخوانۍ سناتوره نبیه مصطفی‌زاده او افغانستان کې د ښځو د حقونو فعاله سوسن خالقیار په دې اړه وايي: «ښکاره ده چې دا به افغانستان کې د بشري‌حقونو نقض نور هم زیات کړي، ځکه دوی به داسې فکر وکړي چې نور څوک نشته چې له دوی څارنه وکړي.»

همدارنګه د سیمه‌ییزو ستراتيژیکو مطالعاتو څېړونکي مظاهر رییس‌زاده سلام‌وطندار ته ویلي، د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا کې د افغانستان د غړیتوب په لغوه کېدو سره به نړیواله ټولنه ونه شي کړای چې د پخوا په څېر هېواد کې د بشري‌حقونو د وضعیت‌ ښه‌والي لپاره کار وکړي او د بشر ضد پر کړنو څار ولري.

نوموړي وویل: «که افغانستان د بشرحقونو شورا ته لار پیدا کړي، څو ګټې یې لرلې، نړیوالې ټولنې د بشري‌حقونو له اړخه ښه‌والی راوسته، دویم بشري‌حقونو څخه یې څارنه کوله، درېیم دا چې یو ځواب ویونکی بنسټ و چې اسلامي امارت به ورته ځواب ورکاوه.»

له دې سره هم‌مهاله د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو برخې مسوولې هیدربار افغانستان کې د بشري حقونو روان وضعیت د اندېښنې وړ بولي او هیله لري چې د بشري حقونو شورا تازه غړي افغانستان ته لومړیتوب ورکړي.

هغې سلام‌وطندار سره خبرو کې وړاندیز وکړ چې تر دې وروسته دې افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په برخه کې د ځواب ویلو لپاره تازه میکانیزم رامنځ ته شي.

نوموړې وویل: «د بشري حقونو شورا دې راتلونکو ناستو کې عملي ګامونه پورته کړي. د ځواب ویلو لپاره دې یو نوی میکانیزم جوړ کړي.» هغې غوښتنه کړې چې افغانستان کې دې د بشري حقونو وضعیت په تړاو د اسلامي امارت د کړنو پر اساس قضاوت وشي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي ریچارډ بنټ هېواد کې د بشري حقونو وضعیت څېړلو لپاره کابل ته راغلی او د اسلامي امارت چارواکو سره یې لیده‌کاته هم کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام