د بښنې نړیوال سازمان افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه یوه تازه راپور کې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې اسلامي امارت په تېر یوه کال کې بشري حقونه نقض کړي دي.

دغه سازمان ویلي، اسلامي امارت په تېر یوه کال کې بشري حقونو ته د رسېدو مهمې ادارې منحل کړي او د نجونو او ښځو بنسټیز حقونه یې هم ترې اخیستي دي. یاد سازمان له اسلامي امارت څخه غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او نقض ته یې د پای ټکی کېږدي.

د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې، اسلامي امارت یو کال مخکې د بشري حقونو د ملاتړ او ودې په برخه کې ژمنې وکړې، خو پر خپلې ژمنې یې عمل نه دی کړی؛ ځکه په وینا یې، هڅه کوي چې په تاوتریخوالي او سرکوبولو سره حکومت وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو منحل شوي کمېسیون مرستیال نعیم نظري سلام‌وطندار سره مرکه کې ویلي، که اسلامي امارت د بشري حقونو ارزښتونو ته پام ونه کړي، د نړیوالې ټولنې له لوري به یې په رسمیت پېژندل لا هم ستونزمن شي. هغه د بښنې نړیوال سازمان راپور افغانستان کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت ښکارندوی بولي.

بله‌خوا د بشري حقونو فعالانې آرزو او عارفه فاطمي بیا د بښنې نړیوال سازمان د راپور په اړه وايي چې ورته راپورونه پر اسلامي امارت هېڅ اغېز نه پرېباسي؛ ځکه په خبره یې، تېر یوه کال کې یې په کړنو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی. دوی د افغان ښځو راتلونکې هم ناروښانه او د اندېښنې وړ بولي.

خو د بشري حقونو یوه بله فعاله مسعوده کوهستاني په افغانستان کې د ښځینه‌وو اعتراضونه ارزښتناکې لاسته‌راوړنې بولي او وايي، همدا اعتراضونه لامل شوي چې تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی.

یوشمېر څېړونکې او د ښځو برخې فعالانې بیا باور لري چې خلک او نړیواله ټولنه په تېر یوه کال کې د بشري حقونو او ښځو د وضعیت یوازې څارونکي پاتې شوې ده.

یوه څېړونکې سوسن حمیدي وايي، ښځې د تېرو ۲۰ کلونو د لاسته‌راوړنو په له لاسه ورکولو سره شاته ګرځېدلې دي.

د ښځو برخې فعاله بصیره بېګزاد له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر اسلامي امارت فشار راوړي، څو د کار او زده‌کړو په برخه کې د افغانانو، په تېره ښځینه‌وو غوښتنو ته غاړه کېږدي.

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د بښنې نړیوال سازمان دغه راپور بې‌بنسټه بولي او وايي، حکومت یې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي دي.

د بشري حقونو، په تېره د ښځینه‌وو د حقونو خوندي کېدل د نړیوال یو مهم شرط دی چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې پرې تل ټینګار کوي، خو د نړیوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ، د یو کال په تېرېدو سره لا هم دغه حقونه نه دي خوندي شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام