د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن د یوې مرکې په ترڅ کې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

هغه ویلي هیله لري چې د مېرمنو د حقوقو په برخه کې پرمختک وشي. نیکولسن زیاته کړې چې د اسلامي امارت لپاره لومړی کورنی مشروعیت مهم دی، کنه‌نو لرې نه ده چې ځینې کسان یې په وړاندې وسله پورته کړي.

نیکولسن ټینګار کړی څو چې اسلامي امارت په کور دننه مشروعیت پیدا نه‌کړي، د اروپايي ټولنې یو هېواد به يې هم په رسمیت و نه پېژني.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نیکولسن ویلي: «افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د خرابېدو په حال کې دی، مېرمنې د شپې له خوا برمته کېږی، د پخوانیو دولتي کارکونکیو او امنیتي کسانو په وړاندې عملیات دوام لري، خبریالان له خطر سره مخ دي، قومي او مذهبي لږکۍ په نښه کېږي،»

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د اسلامي امارت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني یوې غونډې ته وویل، اسلامي امارت د ښځو او بشري حقونو ته درناوی لري.

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکی معین څمکنی وايي، د کورني مشروعیت ترلاسه کولو لپاره اسلامي امارت باید ټاکنو یا لویې جرګې ته زمینه برابره کړي.

د چارو بل شنوونکی عبدالحق حماد بیا د اروپایي ټولنې د استازي څرګندونې له واقعیت څخه لري بولي او وایي، په نورو هېوادونو کې د جګړې پیلېدو په اړه څرګندونې د نړیوالو قوانینو له مخې جواز نه‌لري او همداشان دغه ډول څرګندونې له دوحې د تړون سره په ټکر کې دي، ځکه یاد تړون کې ویل شوي چې امریکا او متحدین به يې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم اروپایي ټولنې، یوشمېر سازمانونو او د نړۍ ګڼ شمېر نورو هېوادونو هم په افغانستان کې د ټول‌‌ګډونه حکومت او د یوه داسې میکانیزم د رامنځته کېدو غوښتنه کړې وه چې له مخې به يې اسلامی امارت ته مشروعیت ورکړل شې، خو د اسلامي امارت چارواکي بیا وایي، د دوی حکومت مشروعیت لري او ټول بشري قوانین په ځانګړې ډول د مېرمنو حقونه رعایت کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام