افغانستان؛ هرو دوو ساعتونو کې د زېږون پرمهال یوه ښځه مري

د ملګروملتونو د نفوسو صندوق افغانستان کې د مېندو وضعیت څخه اندېښنه ښوولې او ویلي دي، دغه هېواد د مېندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.

د ملګروملتونو د نفوسو صندوق رپوټ کې چې د (دوشنبې په ورځ د کب په شپاړسمه) خپور شوی راغلي، افغانستان کې د هر سل زره زېږون پرمهال ۶۳۸ مېندې ژوند له لاسه ورکوي.