د غزني ولایت په بازارونو کې د جعلي ډالرو ډېرېدو د دغه ولایت سوداګر، صرافان او هټۍ‌وال اندېښمن کړي دي.

یو‌شمېر صرافان او هټۍ‌وال وايي چې له تېرو دوو میاشتو  راهیسې د جعلي ډالرو د اخیستلو له کبله زیانمن شوي او اسلامي امارت باید بازار ته د جعلي ډالرو د لېږد او قاچاق مخه ونیسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غزني د صرافانو ټولنې منشي محمدیاسین تقي‌زاده وايي چې دوی له دې اړخه ډېر اندېښمن دي، ځکه په وینا یې، غزني کې هټۍ‌وال او د سړک غاړې صرافان د پیسو د تشخیص ماشینونه نه لري.

په همدې حال کې اسدا‌لله چې غزني ښار کې د پیسو د تبادلې کوچنۍ غرفه لري، وايي، له دې امله اندېښمن دی چې څوک به یې په جعلي ډالرو تېرباسي.

نوموړی زیاتوي، بازار ته جعلي افغانۍ، ډالر او نورې پیسې ډېرې راغلي چې دوی یې زیانمن کړي دي. صرافان وايي، د جعلي ډالرو پېژندنه ستونزمنه ده او اسلامي امارت باید د هېواد په بندرونو او لویو ښارونو کې د جعلي ډالرو د لېږد مخه ونیسي.

د غزني د صرافانو ټولنې غړی محمد صادق وايي، هغه صرافان چې د سړک پر غاړه د صرافۍ کار پرمخ وړي، ماشینونه ورسره نه وي او په لاس د جعلي ډالرو د پېژندنې چاره ستونزمنه ده. هغه له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې د جعلي ډالرو کارونکي دې ونیسي او له قانون سره سم دې جزا ورکړي.

بل‌خوا د غزني یو هټۍ‌وال نثار احمد وايي چې جعلي پیسې له پاکستان او یا هم له ایران څخه هېواد ته رالېږدول کېږي او مخه یې باید په پولو کې ونیول شي. د هغه خبره، د جعلي ډالرو د جوړېدو او یا هم د راوړونکو اصلي سرچینه پیدا او ورسره قانوني چلن وشي.

د غزني د امنیې قومنداني ویاند سیداسحاق صالح وايي، په وروستیو دوو میاشتو کې یې د جعلي پیسو په ځانګړې توګه د جعلي ډالرو د لېږد په تور یې شپږ کسان نیولي دي.

د نوموړي په وینا، اسلامي امارت په غزني کې له جعل‌کارانو سره جدي چلن کوي او ښاریانو ته ډاډ ورکوي چې له دغو کسانو سره به د ملي خاین په توګه چلن کېږي.

غزني د هېواد د یوشمېر نورو ولایتونو په څېر یو له هغو ولایتونو دی چې له کلونو راهیسې په‌کې په سوداګریزه راکړه ورکړه کې د کلدارو ترڅنګ نورې بهرنۍ پیسې هم کارول کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې دغه ولایت له پاکستان سره ګډه پوله لري او له همدې کبله هغه توکي چې له پاکستان څخه په قاچاقي توګه واردېږي، ترې ډېر زیان ویني.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام