د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته ویلي چې داعش ډلې له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه کړي او د ښځو سپکاوی او نجونو ته د زده‌کړو نه‌اجازه د افغانانو د کلتور یوه برخه ده. د عمران خان دا څرګندونې ګڼ‌شمېر افغانانو په کلکو ټکو غندلي دي.

د چارو شنونکی نورشاه نوراني د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونې له تعصب څخه ډکې، له واقعیت لرې او د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بولي. نوموړی وایي، که پاکستاني چارواکي د افغانستان په اړه له ناوړه څرګندونو ډډه ونه ‌کړي، نو شونې ده چې د افغانانو له سخت غبرګون سره به مخ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال سیاسي کارپوه نورشاه نوراني وویل چې افغانان خپل دولت او چارواکي لري، نو دوی خپله باید نړیوالو سره خپلې غوښتنې او ستونزې شریکې کړي.

د چارو بل شنونکی عبدالحق عماد هم د عمران خان څرګندونې بې‌بنسټه بولي او وایي، په تیرو ۴۰ کلونو کې افغان خاورې ته ترهګرې ډلې او نورې ناخوالې له پاکستان څخه راغلي دي.

 نوموړي په اوس وخت کې زده‌کړو ته د نجونو نه‌لاسرسی کلتوري ستونزې نه، بلکې د میکانیزم جوړولو له امله بولي او زیاتوي چې پاکستاني چارواکو په تیرو ۴۰ کلونو کې د افغانستان پر وړاندې دوه مخی سیاست لوبولی دی.

نوموړی همداراز وايي، پاکستان په دغو څرګندونو سره غواړي چې د افغانستان په مسله کې د ځان لپاره ګټې ترلاسه کړي او دغه هېواد په تېر کې هم داشان کړنې ترسره کړي دي. د هغه په خبره، افغانستان چې هرکله په یوه ناورین کې راګېر شوی، نو پاکستان هڅه کړې چې د نړیوالو پام د ځان پر لوري راواړوي او په یوه ډول ځان د افغانستان وکیل وښايي.

عماد زیاتوي چې اسلامي امارت ښايي دې ته متوجه وي، خو امارت یوازې د ګاونډي په توګه له پاکستان سره ښې اړیکې غواړي او نه غواړي د هغو پالیسو ښکار شي چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې پاکستان مخته بیايي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي هم د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونې او افغانستان کې د داعش ډلې شتون ردوي او وايي، نړی ته به هېڅ‌کله هم د افغانستان له خاورې ګواښ پېښ نه‌شي. هغه وویل، د اسلام په چوکاټ کې د مېرمنو حقونه هم رعایت شوي او د زده‌کړو مسله یې هم د حل‌کېدو په درشل کې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د عمران‌خان پرونۍ څرګندونې د خلکو ترمنځ د تفرقې اچونې او د افغانانو لپاره د سپکاوي هڅه بللې. همداراز دغو څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې یې د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح او ځینو نورو سیاستوالو کلک غبرګونونه راپورته کړي.

پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم د افغانستان په تړاو ورته ویناوې کړي او داسې یې ښودلې چې ګواکې د افغانستان استازي دي. هغه وخت کې هم د پاکستاني چارواکو څرګندونې د افغانانو غبرګونونو سره مخ شوې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام