Asset 1SWN

عبدالکبیر اوتونبایوا ته: ا.ا ټول شرایط پوره کړي او باید په رسمیت وپېژندل شي

Roza-111-q4bmv41ir94wl245xefg11kcyuyyf7xjv091bhqdfs

د ارګ پر ټویټرپاڼې لیکل شوي چې چې د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړۍ استازولۍ یا یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا او ورسره مل پلاوي سره کتلي دي. دا لیدنه پرون شوې په ارګ کې شوې ده.

ارګ لیکلي چې روزا اوتونبایوا په دې لیدنه کې «د روژې مبارکې میاشتې» د مبارکي ترڅنګ، ویلي چې د ملګرو ملتونو بشري مرستې به دوام کوي. هغې د خبرواترو او تفاهم له لارې د افغانستان قضیې پر حل ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه به په دې برخه کې هڅې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عبدالکبیر بیا په دې لیدنه کې له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له کبله مننه کړې او ویلي یې دي چې بشري مرستې باید له سیاسي موضوعاتو سره ونه تړل شي.

هغه زیاته کړې: «افغانستان د ملګرو ملتونو فعال غړی دی او تمه ده چې د نړیوالې ټولنې یو فعال هېواد پاتې شي. اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره فعال تعامل غواړي، خو ملګري ملتونه باید پر ا.ا او چارواکو یې شته محدودیتونه او بندیزونه لرې کړي؛ ځکه دغه کار د تفاهم مخه نیولې او دې برخه کې د یوناما هڅه مهمه ده.»

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال ټینګار کړی چې د اسلامي امارت ټول شرایط پوره کړي او باید په رسمیت وپېژندل شي. هغه ډاډ ورکړی چې افغانستان د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه هم چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

عبدالکبیر ویلي چې اسلامي امارت پر ټول‌شموله نظام باور لري او غواړي د وړتیا او مسلک پر بنسټ ګومارنې وکړي. هغه دغه راز، داعش یو نړیوال ګواښ بللی، خو په خبره یې، اسلامي امارت یې په افغانستان کې ريښې وچې کړې دي.

شاوخوا یونیم کال کېږي چې اسلامي امارت په افغانستان کې واک ته رسېدلی، خو لا هم هېڅ هېواد یې حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام