د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، نړۍ تمه لري چې افغانان له واحدې طرحې سره د استانبول غونډه کې ګډون وکړي. نوموړي دا څرګندونې نن د ملي روغې جوړې شورا له رییس عبدالله عبدالله او غړیو سره په لیدنه کې کړې دي.

زلمی خلیلزاد نن کابل ته راغی او له ولسمشر محمداشرف غني او عبدالله عبدالله سره یې ولیدل. زلمي خلیلزاد ټینګار کړی چې امریکا د افغانستان د هڅو ملاتړ تر څنګ، ژمنه کوي چې د سولې لپاره او له دې پروسې وروسته به د افغانانو ملاتړ کوي.

د ملي روغې جوړې شورا ویلي چې نوموړي د دې شورا تر چتر لاندې یې د کورنۍ اجماع جوړېدو ستاینه کړې ده. هغه له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو او د سولې راتلو په برخه کې همکاري وکړي. عبدالله عبدالله له خلیلزاد سره په ناسته کې ویلي چې افغانستان یوې عادلانه او تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره ژمن دی او په وینا یې، په یوه ګډ لیدلوري او طرحې سره به د استانبول ناستې ته ولاړ شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم ویلي چې ولسمشر محمداشرف غني او زلمي خلیلزاد نن له غرمې مخکې په ارګ کې سره کتلي او د سولې پروسې پر پرمختګونو او د استانبول غونډې ته پر چمتووالي یې خبرې کړې دي.

که څه هم تر اوسه د استانبول غونډې کره نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې په نږدې راتلونکي کې به جوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمداشرف غني تېره اوونۍ د سولې خبرو څرنګوالي، اوربند، د افغانستان سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او امنیتي وضعیت، د کډوالو بېرته را ستنېدو، د سولې حکومت جوړېدو، ټاکنو او له سولې وروسته افغانستان په اړه خپله طرحه وړاندې کړې.

ولسمشر غني د یادې طرحې وړاندې کولو پر مهال ټینګار وکړ چې افغانان باید د استانبول غونډې ته له یوې واحدې طرحې سره ولاړ شي او په وینا یې، لپاره یې بشپړ چمتووالی لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام