Asset 1SWN

د مارچ اتمه؛ یوناما: ا.ا دې ژرترژره پر افغان ښځو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي

000_9VA9ZF-pvt9u03tp6baumafhyue5hs059rz6ldbk6b8xah288

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما د مارچ اتمې په مناسبت یوه پیغام کې له ا.ا څخه غوښتي چې ژرترژره پر افغان نجونو او ښځو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.

یوناما نن د کب په اووه‌لسمه، د چهارشنبې ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ا.ا د هغو قوانینو پر تحمیلولو کړی چې نږدې په یوه کس پورې منحصر دي او په دې سره یې ډېری نجونې او ښځې په کورونو کې بندیانې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یوناما په وینا، د اسلامي امارت محدودیتونه د بشري حقونو له ژمنو او بنسټیزو ازادیو سره په ټکر کې دي او د څو لسیزو له جګړې وروسته د افغانستان لرلید ته زیان رسوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا ویلي: «افغانستان د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د ښځو حقونو د ځپلو له اړخه په نړۍ کې تر ټولو مخکې دی.»

یوناما په لوی لاس او سېسټماټیک ډول له ټولنې څخه د افغان نجونو او ښځو د منزوي کېدو برخه کې د اسلامي امارت اقدامات ناراموونکي بللي دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې زیاته کړې چې په کورونو کې د هېواد د نیمايي برخې بنديانول په نړۍ کې تر ټولو ستر انساني او اقتصادي ناورین بللی او په خبره یې، دا وضعیت به نه یوازې افغان نجونې او ښځې، بلکې ټول افغانان له بې‌وزلۍ سره مخامخ کړي.

یوناما ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګېسټ میاشتې راهیسې یې په دوامداره توګه د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت د توپیري چلن حکمونه او اقدامات ثبت کړي دي.

یوناما ټینګار کړی چې زده‌کړو ته د افغان نجونو نه لاسرسی به هغوی له بې‌شمېره فزیکي، اروايي او ټولنیزو ستونزو او فشارونو سره مخامخ کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بله‌خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې ځانګړې استازې الیسون ډېوېډیان ویلي چې د اسلامي امارت اقدامات پر ټولو افغانانو اغېز کوي او څو نسله به د احساس وړ پاتې شي.

هغې ټینګار کړی چې د یوه سوله‌يیز او هیله‌بښونکي افغانستان جوړولو لپاره باید ژرترژره د افغان نجونو او ښځو حقونه ورکړل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام